د غلامانو ډولونه

په امريکا کې يې غلامان په دوه ډولو باندى ويشلي وو:
يو ډول يې د خپل کور غلامان و او بل يې د کور څخه بهر د ميدان غلامان و ، د ميدان په غلامانو به يې ډير سخت او مشقت والا کارونه کول خو د کور غلامان بيا لږ اسوده او سهولت کې و چې له همدى به امله به د کور غلامانو ته ځانونه د هغو نورو څخه عزتمند او صحتمند ښکاريدل، د کورني غلامانو خوراک او څښاک د خپلو بادارانو پاتى شونى او پسخوردى وى او د هغوى استعمال شوي او د کاره لويدلي لباس او کالي به يې په تن کول او همدا يې د ټول ژوند محصول و.
کله به چې د بهر غلامانو داسې يوه غونډه او پلان جوړ کړ تر څو د غلامۍ او ذلت دا ځنځيرونه وشکوي او د تل لپاره د غلامۍ ځانونه ازاد کړي نو سمدست به کورني اسوده غلامانو خپلو بادارانو ته دا خبر ورکړ او د ازادۍ پلان به يې شنډ کړ تر څو د ميدان کاريګرو غلامانو ته نور تکليفونه هم ورکړي او د ازادۍ دا احساس او روحيه په کې ووژني .
د کور د غلامانو د شيطانۍ کولو موخه او هدف بل څه نه و بلکې هغوى دا هر څه د خپلو بادارانو د پسخوردو لپاره کول او دا ورته د ازادۍ څخه ډير قيمتي او ارزښتناک و .
غلامي هم ډير ډولونه لري خو زموږ د زمانې غلامان هم د امريکا هغه د کور غلامانو په شان دي هلته به يې ورته هوټلو کې کاسې او لوښي وينځل ، يا به يې ورته منشي توب کاوه يا به يې د کوم نايټ کلب صفاى او جارو کول دنده وه او په بدل کې به يې ورته خپل پسخوردى ورکولى نن هغوى په اسلامي هيوادونو واکمنان دي او د هر هغه کس خلاف دي کوم چې د امريکا د د اشغال او استعمار خلاف دي دوى ته هم امريکايې پسخوردى د ازادۍ څخه قيمتي دي.

سلمان قريشي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: