غزل: طالب جانه د زړه سره په ملا خم دي


ستا د تورې له اثره په ملا خم دي
طالب جانه د زړه سره په ملا خم دي

هغه خلک چې له کیبره به کاګه تلل
نن له ویرې دې دلبره په ملا خم دي

له کږې پګړۍ دی زړه د غلیم ریږدي
مجاهد ملا برادره په ملا خم دي

د نړۍ سپر ځواکونه دي هیواده
له پامیر او له سپین غره په ملا خم دي

له مورچې دې پټ پټ څاري مجاهده
ستا د تور ایم فور لیزره په ملا خم دي

نظامي ځواک مو سنګر کې ورته مات کړ
سیاست کې له دفتره په ملا خم دي

ټیټ سرونه وړي هلاله ورخطاء دي
رقیبان ګوره اکثره په ملا خم دي
هلال مهاجر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: