کره (معیاري) ژبه او د کره ژیې د ټاکنې بهیرونه یا پروسې:

کره ژبه …
۱) د ژبې هغه تنوع ده چې د ژبې کارونې لپاره هغه منلي ارونه (اصول) او نورمونه ټاکي چې په سیندونو (قاموسونو) او ګرامرونو کې تدوین شوي وي.
۲) هغه رسمي شوې تنوع ده چې د ښوونیزو، دولتي او ساینسپوهنیزو چارو لپاره کارېږي
۳) هغه تنوع ده چې د ژبې سیمییز توپیرونه، یا په بله وینا ګړدودیز فرقونه، سره چاڼي او بېلوي.
۴) هغه تنوع ده چې په يوه ټولنه کې د مروجې ژبې یا لوی حيثيت لري.

معیاريتوب له څلورو بهیرونو جوړ وي:
۱) د ژبې یوه شته تنوع (چې هغه یو ګړدود کېدای شي) د بنسټ په توګه امرل: امرل شوې تنوع یا امرل شوی ګړدود په ټولیز ډول هغه یو وي چې په ټولنه کې یې اجتماعي اغېز او حیثیت لوړ وي.
۲) تدوینونه (کاډیفیکېشن): په امرل شوې تنوع (یا هم ګړدود) کې دننني اوښتونونه یا توپیرونه راکمول؛ د ګرامر او وییپانګې (vocabulary) کارونې نوي نورمونه او نوی معیار ټاکل. دا چې یوه کره ژبه ډېری د لیکنۍ ژبې پورې اړه لري، نو د کرتوب (معیاریتوب) یوه مهمه برخه یې دا ده چې د وییونو (لفظونو) یو کره لیکدود وټاکل شي.
۳) سپړنه: دا باید تامین شي چې دا نوې ژبه (معیاري ټاکل شوې ژبه) د ګڼو چارو او پراخو پوهنیزو ډګرونو لپاره وکارول شي. په دې کې ښایي د ژبپوهنیزو لګښتتوکو (رسورسز) ارتوالی هم راشي، د بېلګې په توګه، نومېرلې (مشخصه) ټرمینولوژي یا نوي ګرامري جوړښتونه.
۴) پلي (عملي) کونه: کره ژبه باید داسې وبابول (مروج) شي چې نوي متنونه او سرچینې پکې ولیکل شي؛ د نورو تنوعاتو یا ګړدودونو کارونه په رسمي ساحو کې رامحدوده شي او د ژبې کاروونکي باید دې ته وهڅول شي چې کره ژبه وپالي.

ژباړن: کامران منګل
سرچینه: Early Modern English

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button