څاڅکي کې دریاب

که ثواب دی که عذاب دی
د انسان خپل انتخاب دی

د ایمان په مسیر یون کړه
راروان یـوم الـحساب دی

ستا د حسن نمونې دي
که نرګس دی که ګلاب دی

د مظلوم مظلومې اوښکې
ظـالـمانـو تــه ســېلاب دی

دا پـردي لـبـاس کـې مـشر
دا د خـپل ولس قصاب دی

چې تورفکرو ته جناب دی
ترې پکار سپین اجتناب دی

دا بـدنـام چـې انـقلاب دی
هـمـدا وخـت د انقلاب دی

جمهوریت توره تیاره ده
اسلامي نظام آفـتاب دی

مـاتـه دواړه بـې توپـیـره
واشنګټن دی که کولاب دی

د سرزورو هر یو سوال ته
د طــالـب نامـه ځواب دی

چې ځما جونګړه سیزي
کور یې ړنګ حال یې خراب دی

د پښتون په لمن داغ دی
خان،ارباب دی که نواب دی

ته به څو کاله پس نه یې
ما لوستلی ستا نصاب دی

دا بـه شِـعـر د مفتون وي؟
که په څاڅکي کې دریاب دی
اکرام الدین مفتون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: