سرپل کې ۶۰ تنه عسکر له وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي

عزم(جمعه، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۰): د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالي او ټولې امنیتي پوستې له یوې جګړې وروسته د طالبانو لاسته لویدلې دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د سوزمه قلعه ولسوالي له ټولو امنیتي پوستو سره د دوی لاسته لویدلې.

طالبانو ویلي چې د دغو عملیاتو په جریان کې ۶۰ تنه عسکر هم له خپلو ټولو وسلو سره د دوی ملګرو ته تسلیم شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې هم د سوزمه قلعه ولسوالۍ د سقوط تایید کړی او منلې یې ده چې لسګونه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

یوې سرچینې عزم ته ویلي دي چې آن له ولایت څخه ځینې لوړپوړي امنیتي چارواکي د جګړې له ویرې وتلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: