اترا: د روان کال په لومړۍ ربع کې د مخابراتي شبکو ۵۱ ستنې ویجاړې شوي

عزم(شنبه، ۲۲، غبرګولی ۱۴۰۰): د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره«اترا» وايي، د روان مالي په لومړۍ ربع کې د ټول هېواد په کچه د جګړو، ناامنیو او ګواښونو له امله ۵۱ مخابراتي ټاورونه په بشپړ او یا نسبي ډول زیانمن شوي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اترا ادارې د احصایې او سټندرډونو ریاست د ارقامو له مخې په دې کې یو شمېر یې هغه مخابراتي سایټونه وو چې د اترا ادارې په مالي لګښت جوړ شوي وو او سلګونه زره هېوادوالو ته ترې مخابراتي خدمتونه وړاندې کېدل. «دا په داسې حال کې ده چې په تېر (۱۳۹۹) مالي کال کې د هېواد په کچه ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول له منځه تللي او مخابراتي سکټور ته یې له ۱۵ څخه تر ۱۷ میلیونه ډالرو زیان اړولی وو.»

اترا د دې پر ځای چې پر حکومت د مرستې غږ وکړي، له ولس یې غوښتي چې د مخابراتي شبکو د ستنو د امنیت لپاره هڅې وکړي. «اترا اداره د افغانستان پر ویاړلي ولس غږ کوي چې مخابراتي زېربناوې ستاسې خپله عامه شتمنۍ ده چې په مصوونيت کې يې باید خپل نقش ادا کړي او پرېنږدي چې وسله والو بریدونو کې دغه زېربناوې تخریب او له منځه ولاړې شي ځکه انټرنټ او مخابراتي خدمات نن د بشریت په لومړنیو ضرورتونو کې حسابیږي.»

اوسمهال په افغانستان کې پینځه مخابراتي شبکې فعاله دي، چې څه باندې ۱۵ مېلیونه خلکو ته مخابراتي خدمتونه برابر کړي دي. په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیت او لوړې بیې څخه تل پېردونکي شکایت کوي؛ خو حکومت تر اوسه دې چارې ته هېڅ پام نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: