فراه: طالبانو د پشترود او جوین ولسوالۍ نیولې او په لوی شمیر عسکر ورته تسلیم شوي

  عزم،یکشنبه، ۲۳غبرګولی۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه په فراه ولایت کې دوه مهمې ولسوالۍ “پشترود او جوین” نیولې او ګڼ عسکر له زیات شمیر مهماتو او وسلو سره ورته تسلیم شوي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي خبر ورکړی چې تیره شپه یې د فراه ولایت د پشترود ولسوالي مرکزي ودانۍ ،امنیه قومندانۍ، داستخباراتو مدیریت، د ملي اردو قرارګاه اودفاعي پوستې په بشپړه توګه تر خپل کنترول لاندې راوستلې او په زیات شمیر وسلې او مهمات یې لاس ته لویدلي دي.
احمديد مقابل لوري له مرګ ژوبلې بې خبري ښوودلې خو ویلي یې دي چې د ولسوالۍ ټولې سیمې ددوی لاس کې دي.
ویل کیږي چې په لسګونو عسکر هم طالبانو ته تسلیم شوي دي.
احمدي په یوه جلا خبر ګې ویلي چې د یاد ولایت د جوین ولسوالۍ مرکز، اودفاعي پوستې یې دڅواستقامتونو له لوري په وسلوالو بریدونو کې له ټولو امنیتي ملحقاتو سره په بشپړه توګه نیولي دي.
احمدي وایي، د ولسوالۍ د نیولو پرمهال شاوخوا ۳۵ عسکر ورته تسلیم شوي او ۵ وسایط ۱۰۰ میله وسلي اوګڼ شمیر مهمات یې هم دوی ته سپارلي دي.
طالبانو تیره ورځ غور کې د تولک، بادغیس کې د سنګ آتش او بلخ کې د زراع ولسوالۍ نیولې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: