د ارزګان چوره ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوه

عزم(دوشنبه، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰): له ارزګان ولایت څخه په.ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ مرکز او ځینې نورې ودانۍ د طالبانو په لاس سقوط شوي.

د ارزګان ولایتي چارواکي او دفاع وزارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو سیمه ییزې سرچینې مني چې اوس یواځې امنیه قومندانۍ پاته ده نورې ټولې دولتي ودانۍ د طالبانو لاسته لویدلي.

طالبانو هم منلې چې د چورې ولسوالۍ له مرکز، د ځانګړې قطعې مرکز، د استخباراتو مدیریت او شاوخوا ۱۳ پوستو څخه عسکر وتلي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې ۱۱ تنه ‎عسکر یې ژوندي نیولي او قومندان یې و وژل شو، پاتي عسکر په امنیه قومندانۍ او کنډک کې تر محاصرې لاندې دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button