د ”تکتیکي شاتګونو“ او تسلیمیو پیغام

خط اول

د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن تر اعلان وروسته چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې، د کابل حکومت سلګونو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې او له طالبانو سره یو ځای شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده. د طالبانو له لوري د تسلیم شویو عسکرو خورا تود هرکلی شوی او نورو عسکرو ته يې هم له مخالفت څخه د لاس اخیستلو په موخه سیمه ییز مخور جرګه کړي تر څو د زیاتې مرګ-ژوبلې مخنیوی وشي.

اوس چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ په چټکتیا سره روانه ده، طالبان  خپلو هغو سترو اهدافو ته چې د حصول لپاره يې بې شمېره قربانۍ ورکړې نږدې کېدونکي دي. نه یوازې دا چې بهرني ځواکونه جوپې – جوپې له افغانستان څخه په وتلو دي؛ بلکې هغه عسکر چې د دوی له لورې روزنه ورکول کېده او د دوی د امنیت په خاطر روزل شوي وو، په ګلو- ګلو طالبانو ته تسليمېږي او له جګړې لاس اخلي.

دا اوس چې کوم عسکر تسلیمېږي او ځانونه په دې توګه له مرګ څخه ژغوري دوی ته جوته شوې چې اوسنی حکومت نه په قربانۍ ارزي او نه هم د هېواد او ولس له غمه مړ دی. دوی ته د جګړو په ډګرونو کې ثابته شوه چې د اوسني نظام ټول مخکښان او لوړپوړي چارواکي یوازې د ځان او اولادونو هوساینې او راتلونکې په غم کې دي. د کابل حکومت په لوړو پوسټونو مقرر کسان څلرویشت ساعته د وطندوستۍ دعوې په داسې حال کې کوي چې خپلو اولادونو ته یې په بهر کې د اوسېدو لپاره ماڼۍ جوړې کړې، خو پردي زامن یې د خپل واک د بقاء او تمدید لپاره یوازې له یوه توپک او څو شاجوره مرمیو سره د مرګ په خوله کې ورکړي دي.

په بېساري ډول د پوځي مرکزونو تخلیه او په ډېره کمه موده کې له جګړې د سلګونو عسکرو لاس اخیستل روښانه پیغام لري، هغه دا چې نور عسکر د خپل رژیم په حقیقت او د هغوی د مشرانو په وعدو ښه پوهېدلي او نور نه غواړي چې د داسې اشخاصو لپاره خپله کورنۍ د ویر په ټغر کښېنوي چې د دوی تر ژوند خپل واک ورته مهم وي.

کابل رژیم اوس نه د ځان ساتنې لپاره بودیجه لري، نه د خپلو عسکرو د اکمال لپاره وسله لري، نه په نړیوال سټېج د ښې ځلېدا لپاره برنامه لري او نه هم د افغان ملت پراخ ملاتړ. کومو عسکرو چې يې ساتنه کوله هغوی یا د پيسو تر ورکړې وو او یا هم د کومک په غوړو وعدو غولېدلي وو. ولیدل شول که دوی ته پيسې ورنکړل شي او د خپلو مشرانو په حقیقت پوه شي نو هیڅ وخت به ځان په یوه بېهدفه جګړه کې ونه وژني.

د پوځي مرکزونو تخلیه او د عسکرو بېساري تسلیمۍ دا پیغام لېږدوي چې په کابل کې نصب شوی حکومت نوره نه بقا کولای شي، نه په قربانۍ ارزي، نه هم په خپله دفاع کې د وژل شویو اشخاصو د کورنیو کفالت او ساتنه او له هغوی سره امداد کولای شي. هیڅ افغان باید له بهره د راپراشوټ شوي نظام او چارواکو لپاره سر په نذرانه ورنکړي، او نه باید د دوی د ملت-زبېښونکي واک د دوام لپاره په مورچو او دښتو کې شپې سبا کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: