ښکاري کابل اداره په کوما حالت کې ده؟!

د کابل اداره له لومړي سره په داسي قوي او مغلق ډول نه وه جوړه شوې چې د اشغالګرو تر څنګ پر خپل ځان متقي وي. نه اشغالګرو دا غوښتل چې په واقعیت کې دا اداره داسې جوړه کړي چې اینده کې د دوی سرخوږی جوړ شي او یا د دوی پر وړاندې، د بغاوت تر لستوڼي لاس را وباسي او پر مخ یې خپلې نوکارې ښخې کړي.
د کابل ادارې خپل شل کلن عمـر په داسې حالت کې را تېر کړی، لکه د اویا کلن سپین ږیري، د بل امسا په لاس او د بل پر ږغ پسې تللی. کړوپه ملا بې پایښته اندمونو یې ورته د تیز تګ اجازه نه ورکوله او نه یې سترګو دومره روښنایې درلوده چې پر تیاره کې یې په یوازې توګه تګ کړای وای.
رښتیا هم د مخلوق او د خالق د خلقت ترمنځ بلا توپیرونه موجود دي، دا داسي اداره ده/وه، چې د نړۍ د ډیرې لویې منحوسې او شیطاني ځواک امریکې او ورسره ناټوګۍ له خوا په ډیره شیطانۍ او چل ول سره منځ ته راغلې، چې هدف یې د همدې کابل ادارې بقا نه بلکې د دوی خپل شوم اهداف ترلاسه کول وو.
برخلاف د یو داسې ادارې پر وړاندې راپورته کیدل او د هغوی پر وړاندي جنګیدل د داسې چا کار دی، چې پر ځمکه یوازې او یوازې الهی احکام نافذول غواړي. طالب د همدې اشغالګرو او د کابل ادارې پر وړاندې یوازې د اعلا کلمة اللهﷻ د لوړولو په پار خپله حقه مبارزه پیل او تر نن پورې پر هماغه نه بدلیدونکي مسیر راون او لا به روان اوسي.
د کابل ادارې ته خپل حیثیت او وزن لا پخوا معلوم و، خو کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په دوحه کې مخامخ مذاکرات پیل شول، د کابل اداره نوره هم ناهیلې شوه، ځکه له ټولو مذاکراتو منزوا او بې خبره ساتل شوې وه.
د کابل ادارې د همدې مذاکراتو په جریان او له دې څخه وړاندې یې په وار وار د ډزبندي غوښتنه کوله خو دا غوښتنه یې و نه منل شوه، خو بیا هم طالبانو د مذاکراتو تر پیل بیا تر تیر کوچني اختره پوري په خپلو بریدونو کې د پام وړ کموالی راوستی وو، مګر په همدې حالت کې هم د کابل ادارې د ارام ساه وانخیسته.
په پښتو کې متل ده چې وایې: (د لندې خټې لږ اوبه دارو دي).
د کابل ادارې چارواکي یوازې د میز تر شا د بې وسﺉ ساندې وایي، خپل عسکر یې پر همدې بې وسه ساندو خطا ایستلي دي، خو په اصل کې دوی د کمزورۍ هغه حد ته رسیدلي چې نیږدې ده یوه ورځ به یې اوبه تر ستونې ورسیږي.
د کابل ادارې حالت د یو داسي ناروغ په څیر ده، لکه د انسان د بدن هډوکی او یا یوه برخه چې توروالی وکړي، کله چې د انسان هډوکي د توروالي په مرض اخته شي نو اعلاج یې بغیر له پریکولو ناممکن دی.
د کابل ادارې پر وړاندې د طالبانو وروستي تحرکات دا ښیې چې تقریباً د تیرو دوو میاشتو په جریان کې یې له کابل ادرې له دیرشو تر پنځه دیرشو پورې ولسوالۍ نیولې دي.
همداسي په پرلپسې توګه د ولسوالیو، پراخو سیمو او لویو بېزونو (بیسونو) له لاسه ورکول به یوه ورځ د ولایتونو له لاسه ورکولو ته هم ورسیږي او ډیر امکان شته په نیږدې وخت کې طالبان د پلازمینې کابل تر دروازو ورسیږي، چې دا به د کابل ادارې د ژوند وروستۍ شیبې وي.
لیکنه: ابرار بهـــــــــیر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: