بغلان: طالبانو په مرکز پلخمري کې ۱۸ عسکر له وسلو سره یوځای، ژوندي نیولي

  عزم،سه شنبه، ۲۵غبرګولی۱۴۰۰):راپورونه وایی چې طالبانو تیره شپه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۱۸ تنه عسکر له وسلو او مهماتو سره یوځای ژوندي نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې دغه عسکر یې تیره شپه د مرکز اړوند د “ببرو” په نامه سیمه کې د یوې قرارګاه د سقوط پرمهال نیولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د یادې قرارګاه د نیولو پرمهال لومړی نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې ۶عسکر وژل شوي او دوه ټانګونه یې تخریب کړي، وروسته یې ۱۸ تنه عسکر له ۲۹ میله سپکو او درنو وسلو سره یوځای نیولي دي.

تر دې مهاله دولتي چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button