‏طالبان وایي د ارزګان خاص ارزګان ولسوالۍ یې نیولې

عزم(سه شنبه، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰): طالبان وایي تیره شپه یې د ارزګان د خاص ارزګان ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ، ۴دفاعي پوستي ګڼ نظامي تأسیسات، او بازار تر لاس لاندې راغلي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې په دې سره توله ولسوالۍ د دوی تر واک لاندې راغله او دولتي خواکونه له سیمې د ملي اردو اړوند کمپ ت وتلي دي، خو هغه هم د محاصرې په حال کې دی.

د ارزګان ولایتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دی ویلي، خو تیره ورځ د دغه ولایت چوره ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس سقوط شوې وه.

د یادونې وړ دی چې تیره ورځ پنځه ولسوالۍ، د سرپل سنچارک او صیاد، د فراه انار دره، د کندز خان اباد، او د ارزګان چوره ولسوالۍ سقوط شوې وې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button