روغتیا وزارت: د ازبکستان د اکسیجن مرسته شوې ډبې ټولې تشې دي

عزم(سه شنبه، ۲۵، غبرګولی ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت وايي، د تېرې شنبې په ورځ ازبکستان له افغان حکومت سره د ۱۰۰۰ اکسیجن ډبو مرسته کړې وه، خو اوس ټولې ډبې تشې دي او اکسیجن پکې نه‌شته.

د یاد وزارت ویاند میرویس علیزی وايي، له ازبکستان وارد شوې د اکسیجن ډبې ټولې تشې وې.« که چېرته یادې ډبې له اکسیجن ډکې وی، نو ۵۰۰ یې د بلخ ولایتي روغتون او پاتې نورې یې نورو روغتونونو ته ځانګړې شوې وې، خو اوس ډبې تشې دي.

د علیزي په خبره، له ازبکستاني چارواکي دا کار په تېروتنه شوی، خو موږ له تشو ډبو هم ګټه اخلو؛ ځکه تاجکستان ژمنه کړې چې هره ورځ به افغانستان ته ۵۰۰ ډبې له اکسیجن څخه ډکې کړي. « له نېکه مرغه اوس زموږ یو ملي سوداګر ۳۰۰ ډبې ډکوي، له ایرانه مو درې نیم زره ډبې اکسیجن پېرلی دي، نن رابار شوي دي، که هلته د ټاکنو له امله ستونزه پیدا نه‌شي، نو په راتلونکو دوه ورځو کې به افغانستان ته راورسېږي، دا به په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې تقسیم شي.»

د تېرې شنبې په ورځ ازبکستان افغان چارواکو ته د اکسیجن ۱۰۰۰ ډبې وسپارلې، خو اوس افغان چارواکي وايي چې د اکسیجن ډبې ټولې تشې دي.

د کرونا په درېیمه څپه کې د افغانستان روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره مخ شوي دي او ځینې ناروغان د اکسیجن د نشتوالي له امله هم مړه شوي.

اوسمهال د کابل په شخصي روغتونونو کې د اکسیجن د یوې ډبې بیه ۱۵ افغانیو ته پورته شوې ده، چې د ډېرو ناروغانو د پایوازانو ورته وسه نه رسېږي.

له تېرو درېیو اوونیو راهیسې هره ورځ په هېواد کې د کرونا له ۱۵۰۰ پورته مثبتې پېښې ثبتېږي، چې لسګونه ترې مړه کېږي هم.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button