کله چې له جګړې فرض او ویاړ جوړ شي

عنایت الله خاموش

نن سبا په رسنیو او هم عادي مجالسو کې دا خبره ډېره تکرارېږي او خوله- په خوله کېږي چې اوس دا دی امریکایان وزي؛ طالبان ولې د کابل رژیم د عسکرو په وړاندې جګړه کوي او وژني يې؟ د دې غوغا رامنځته کوونکي د کابل رژیم یو مشروع او د ملت نماینده حکومت بولي، او پر ضد یې وسله وال مقاومت نامشروع ګڼي.

دوی پرته له دې چې د جګړې د پيل او دوام عواملو ته د حقیقت له عینکو وګوري او د جګړې تقدس و بطلان ځانته څرګند کړي، یوازې د بل په خوله اوسنۍ روانه مبارزه ناروا ګڼي او دې ته عقلي دلایل تراشي. یوازې په هغو تبلیغاتو او فتواګانو اکتفاء کوي چې د داخلي او خارجي حکومتي دیني عالمانو له لورې د خلکو تر غوږونو رسېږي.

د دوی په نزد د کابل رژیم پر ضد وسله واله مبارزه نامشروع ده. دلته د روان وسله وال مقاومت په دیني صبغه او جواز ځکه خبرې نه کوو چې وړاندې لا عالمانو او د نظر خاوندانو خورا وسیع بحثونه پرې کړي او هر چا ته يې حق و باطل ور پېژندلي دي. موږ یوازې د مشت نمونه خروار په ډول د یو څو پېښو یادونه کوو، او بیا د دې پېښو په رڼا کې قضاوت هغو خلکو ته پرېږدو چې د دې رژیم پر ضد مقاومت ناروا بولي.

پوستې نیول شوې، عسکر وژل شوي او اسیران شوي دي. کله چې طالبان د پوستې داخل ته ورغلي هلته لغړزني هلکان لوڅ لپړ را ایستل شوي او همدارنګه د پردیو تور سرو بربنډ جسدونه په داسې حال کې موندل شوي چې د جبر و زور زیاتي څرګندونه يې کوله. سړی يې په یادولو شرمېږي؛ خو دوی بې وجدانه يې په ترسره کولو نه شرمېږي او فخر ورباندې کوي. ایا د دغه ډول کسانو سره جګړه باطله ده؟

یو څوک چې په عامه لار د قطاع الطریق په څېر ولاړ وي له موټرو پيسې اخلي، که څوک پيسې ورنکړي په بدل کې يې وهل کېږي و شهید کېږي او ځانته د وطن ساتونکی و د ټولنې خادم هم وايي، ایا د دغه کس په وړاندې جګړه باطله ده؟

د یو چا په حاکمیت کې چې د اعلی سرقوماندانۍ لومړی مرستیال را ولاړېږي. خپله هم سپين ږیری، په بل اویا کلن سپين ږیري جنسي تېری کوي، بې عفته کوي يي؛ ایا د دې نظام عادي عسکر به په دغه عمل صرفه وکړي؟ ایا له دغه ډول خلکو او نظام سره جګړه باطله ده؟

له یو ماشوم څخه د خپل بوډا پلار په مخ کې د زیاتي ویډيو ډکېږي او بیا اخطاراً ورته ویل کېږي چې که پيسې راکوې رايي کړه، که نه ویډیو دې نشر ته سپارم.

دا د یوه تسلیم شوي عسکر نقل قول دی، چې ویل يې وی: زموږ یوه پوسته سقوط شوه تر شلو زیات نفر مو پکې ختم شول. یوه عسکر د بل اربکي چې وژل شوی و، تلیفون کې کتل چې یوه داسې ويډيو په مخه ورغله چې عسکرو په زوره یو هلک پوستې ته بیولی او هلته ډله ییز جنسي تېری ورباندې کوي، بل کس ویډیو ځينې ډکه کړي؛ دې عسکرچې دا ویډیو قوماندان ته ورښکاره کړه، هغه له ډېره قهره تلیفون په ځمکه وویشت مات يې کړ او و نورو عسکرو ته يې د احتیاط توصیه کوله، ورته ویل يې چې که دا ویډیو ګانې طالبانو ولیدې او لاس ته يې ورغلې، نو د دوی په اصطلاح ((انتحاریان)) به په اتڼ راته راځي. یعنې زموږ وژلو ته به دومره خوشحاله وي. عسکرو ته يې ویل چې له دغه کارونو مو زه هم نه منع کوم؛ خو دومره وکړئ چې خلک مه خبروئ او ویډيوګانې مه کوئ.

اوس که هیڅ نقلي دلیل وړاندې نشي او یوازې په پورته څو هغو پېښو چې دغه عسکرو او د دوی نورو ملګرو چارواکو ترسره کړي اکتفاء وشي؛ نو هر د ویښ وجدان خاوند ته به د داسې خلکو پر ضد وسله پورته کول ویاړ ښکاره شي – ویاړ به ولې نه وي په داسې حال کې چې توپک یې د خپل دین، وطن، مال او ناموس د ساتنې لپاره رااخیستی دی؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: