طالبان وایي ننګرهار کې ۲۵۰ تنه پاڅونوال ورته تسلیم شوي

عزم(چهارشنبه، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰): طالبان وایي بیګا شپه یې د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې ۷ پوستې، یو بیز نیولي او ۲۵۰ تنه سیمه ییز پاڅونوال ورسره یوځای شوي.

طالب ویاند ادعا کړې چې دغه کسان د پچیر اګام ولسوالۍ اړوند پاس پچیر سیمه کې د قومي مشرانو او علماء په توسط ۷ پوستې او یو بیز تخلیه شوه او ۲۵۰ تنه پاڅونوال دوی ته تسلیم شول چې په دې سره یې پراخه سیمه تر لاس لاندې راغله.

په ورته وخت کې طالبانو ویلي چې د ‎دغه ولایت په ‎حصارک ولسوالۍ کې یې هم پراخ پرمختګونه کړي.

طالبانو ادعا کړې چې د حصارک ولسوالۍ اړوند بوستان خیلو او حاجي داود کلا سیمو کې یې د دولتي ځواکونو ۴ پوستې نیولې دي.

په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پوستو کې یې ۷ تنه ‎عسکر وژلي، ګڼ نور یې ژوبل کړي، ډيره وسله او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button