لوګر کې د دولتي ځواکونو په دیسي توپونو د یوې کورنۍ څلور غړي شهیدان شوي

عزم(چهارشنبه، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰): له لوګر ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د دیسي توپ مرمۍ په یوه کور لګیدلې چې مرګ ژوبله یې اړولې.

راپور کې راغلي چې دغه پیښه د ‎محمداغې ولسوالۍ اړوند د سرخاب کلي سوړیا سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې ۴ تنه ‎ملکیان په شهادت ورسیدل، ۵ تنه نور ژوبل شول.

د سیمې خلک وایي چې د دې ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم ورته اوښتي.

په دې وروستیو کې د دولتي ځواکونو سیمو له لاسه وتلو سره هم مهاله په ملکي خلکو د بریدونو راپورونه هم زیات شوي چې ړندې بمبارۍ او د توپونو بریدونو یې ملکیان ډیر وارخطا کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button