فراه او بادغیس کې د ډیسي توپونو د بریدونو پرمهال ۱۶ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  عزم،چهارشنبه، ۲۶غبرګولی۱۴۰۰): راپورونه وایي چې د فراه ولایت په اناردره او د بادغیس په قادس ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو لخوا د هاوانونو او ډیسي توپونو بریدونو پرمهال ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خبرونو ترمخه، نن غرمه مهال دفراه  ولایت  د اناردري ولسوالی اړوند د “لوړي دهاني” سیمه کې د ملي اردو له بیس څخه  دملکي خلکو پر کورونو  ګڼ شمیر هاوانونه  ویشتل شوي، چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ځایي خلک وایي، د توغول کیدونکو راکیټونو له ډلې، یو یې  د “حضرتانو” کلي کې پر یوه کور لګیدلی، چې له کبله یې د ښځو اوماشومانو په شمول ۷ تنه شهیدان او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د فراه سیمه ییزو چارواکو تر دې مهاله د پیښې په تړاو څه نه دي ویلي..

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د بادغیس ولایت  دقادس ولسوالۍ اړوند،دارباب سرور اوچب رودیانو پر کليو باندې د هاوانونو بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې ۳ تنه کلیوال وګړي  شهیدان او ۳تنه  نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس چارواکو هم په دې هکله تر دې مهاله خپله چوپتیا نه ده ماته کړې..

د یادونې وړ ده چې دولتي ځواکونو نن د لوګر په محمدآغه کې د یوې کورنۍ څلور غړي او د کندز په خان آباد کې هم ۵ تنه ولسي وګړي شهیدان کړي وه.

د طالبانو لخوا پر دولتي ځواکونو د محاصرې د کړۍ له تنګیدو سره همهاله، هغوی د ولسي وګړو په وژلو او ربړلو پیل کړی او تر دې مهاله یې په لسګونو بیګناه کسان له تیغه تیر کړي دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button