ننګرهار کې د هېواد په کچه د کبانو د دانې تولید کارخونه پرانيستل شوه

عزم(پنجشنبه، ۲۷، غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د حبیب حسام شرکت په نوښت، د هېواد په کچه د څه باندې يو ميلیون امريکايي ډالرو په پانګونې د کبانو د دانې توليدي کارخونې په فعاليت پيل وکړ، چې په يو ساعت کې د شل ټنه دانې د تولید ظرفيت لري او په دې سره به د کبانو روزونکو د خوراکې په برخه کې ستونزې هوارې شي.

د یاد ریاست د چارواکو په خبره، په ننګرهار کې د کبانو روزونکو د دانې په برخه کې خورا ډېرې ستونزې لرلې، خو د دې کار خونې په فعالېدو سره به د هغوی ستونزې هوارې شي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس انعام الله ساپي وویل، چې د چرګانو د سکټور د پیاوړتیا ترڅنګ د کبانو د سکټور پیاوړتیا د کرنې ریاست له لومړیتوبونو څخه دي او دې برخې ته به لا ډېر کار وکړو ترڅو پرځان بسیا شو. «هېواد ته د کال زرګونه ټنه د کبانو غوښه له بهرنیو هېوادونو واردېږي، چې ورسره میلیونه ډالر له هېواده بهر ځي. په دې برخه کې پانګونه هېواد ځان بسیاینې په لور بیایي. هر کال هېواد ته د ۱۲۰ میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا سل زره ټنه کبان وارديږي، چې د دا ډول فابريکو په فعاليدو سره به وطني توليدات زيات شي.»

د ساپي په خبره، د کبانو د بچیو د تولید په موخه یې د عبدالخېلو په فارم کې د کبانو د تکثیري فارم جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او کومې هیچرۍ، چې په ټپه ولاړې دې د هغو د فعالولو لپاره هم هڅې روانې دي. «وړاندې تر دې د کرنې ریاست د خپلو همکارو پروژو په مرسته د حبیب حسام شرکت ته د چرګانو د دانې د ټسټ لپاره یو مجهز لابراتوار جوړ کړی و او په راتلونکې کې به له دوی سره له نږدې کار کوو ترڅو د کبانو د دانې د لامعیاري کولو لپاره هم لابراتوار جوړ کړي.»

دغه راز د حبیب حسام شرکت د دانې د برخې مسوول ډاکتر داد محمد درمل وویل، چې حبیب حسام شرکت په درې برخو هیچرۍ یا یورځنیو چرګوړو تولید، د هګيو چرګانو روزنه او د دانې تولېد په برخه کې کار  کوي، چې له نېکه مرغه  اوس یې د کبانو د دانې د تولید برخه هم فعاله کړه، چې ورسره به د هېواد په کچه د کبانو روزونکو یوشمېر ستونزې هوارې شي.

درمل وویل، چې یاده کار خونه په ساعت کې د ٢٠ مټریک ټنه دانې د تولید وړتیا لري، چې په کې به ٤٠  تنو ته مستقیم او تر ډېرو کسانو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینې هم برابرې شي .

د حبيب حسام شرکت رییس عزيز الله حسام وويل، چې دوی اړتيا ته په کتلو د هېواد په کچه دغه کارخونه پرانيستله چې ولايتونو سربېره به يې ګاونډیو هېوادونو ته هم صادر کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button