بغلان: دولتي عسکرو د ملکیانو موټر په راکیټ ویشتی؛ ۳میرمنې وژل شوې

  عزم،پنج شنبه، ۲۷غبرګولی۱۴۰۰):راپورونه وایي چې دولتي عسکرو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر چې ښځې او ماشومان په کې وه، راکیټي برید کړی چې په نتیجه کې یې ۱۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبر زیاتوي، دغه پیښه د “شهرجدید” بازار ته نږدې سیمه کې رامنځته شوې او عسکرو په قصدي ډول یاد موټر نښه ګرځولی دی.
وروستي مالومات ښیي چې دغه برید کې ۳ ښځې په شهادت رسیدلې او دماشومانو په ګډون ۷ تنه ملکیان ژوبل شوي دي.
طالبانو پیښه جنایي کړنه بللې، خو دولتي چارواکو یې په هکله وضاحت نه دی کړی.
تیرو څو ورځو کې دولت پلوو ملیشو ګڼو ولایاتو کې پر ملکیانو ځپوونکي بریدونه کړي چې له کبله یې لسګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ په پراخه کچه مالي زیانونه اړولي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button