په افغانستان کې لومړۍ ډاکټره

د ۱۸۹۴م په پسرلي کې له کلکتې نه یوه انګریز ډاکټره له اوږد سفر وروسته، کابل ته ورسیده. دا د امیر عبدالرحمن په غوښتنه ۶ میاشتو لپاره افغانستان ته تللې وه چې د استوګنې او مسلکي خدمتونو لګښت یې د امیر په غاړه وو.
ډاکټر لیلیاس اناهیملټن په ۷ فروري ۱۸۵۸م اسټریلیا کې وزیږېده. د دې پلار”هیو هیملټن” د سکاټلینډ یو کروند ګر و. لیلیاس د دوو کالو وه چې پلار يې بیرته سکاټلینډ ته کډه وکړه. بیا څه موده د روزګار لپاره یو ښار نه بل ته تلو. لیلیاز پلار سره د مرستې لپاره خپل سبق نه پرته په کور کې جینکو ته زدکړه ورکوله.
په ۱۸۷۴م کې دوی د انګلستان په ” چیلټنم” کې میشت شول او لیلیاز ۴ کاله هلته د جینکو په یو کالج کې درسونه پوره کړل. په ۱۸۸۳م کې هغې د نرسانو کورس وکړو او د ډاکټړۍ لپاره یې “لندن سکول اف میډیسن فارویمن” کې داخله واخیسته. په ۱۸۹۰م کې هغې د سکاټلینډ طب پوهنځي نه د ډاکټرۍ سند تر لاسه کړ او په اروپا کې د ښځو ډاکټرانو له لومړۍ ډلې نه شوه. هغه وخت ډاکټري یواځې د سړو مسلک و او په لویو ښارونو کې ښځو خپل شخصي کلینک نه شو جوړولی. د لیلیاس په شان ښځو ډاکټرانو به نورو ملکونو لکه مراکش او الجزایر کې کلینک جوړاوه. هم دغسې په هند کې ښځو ډاکټرانو ته سخته اړتیا وه ځکه ښځې به سړو ډاکټرانو ته نه تلې.
لیلیاس د هند د طبي خدماتو مشر کرنل جو برټ سره وپیژندل نو هغه ورته په هند کې د کار وړاندیز وکړو. لیلیاس په برسلز کې د طبي زدکرو یو بل سند اخیستو وروسته کلکتې ته لاړه. په هند کې حکومت، پوځ، کلیسا او خیریه ټولنو د ډاکټرانو سرپرستي کوله. لیلیاس په کلکتې کې ” لیډي ډفرن” زنانه هسپتال کې ملازمت کاو او د کرنل برټ په مرسته خپل کلینک يې هم جوړ کړو.
د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې امیرعبدالرحمن د بندونو په درد اخته و او له انګریزانو طبي مرسته وغوښته. څو ډاکټران ورته کلکتې نه ور واستول شول خو د میرمنو علاج لپاره یوې ښځې ډاکټرې ته اړتیا هم وه.
په اکتوبر ۱۸۹۴م کې لیلیاس د امیر عبدالرحمن او د هغه د ټبر درملنه شروع کړه. کابل کې د بهرنیانو او په تیره بیا د ښځو لپاره د ژوند شرایط سخت وو. خو لیلیاس ۳ کاله په کابل کې واړول. هغې د روغتیایی ستونزو د حل لپاره امیر ته مشورې ورکولې او په کابل کې یې د لومړي روغتون په جوړولو کې فعاله ونډه واخیسته. په افغانستان کې یې د ساري ناروغیو لکه چیچک، کولرا او د لویې تبې واکسین ورکول د لیلیاس لویه کارنامه وه. د هغې له کلینک نه بهر به ناروغان راټول وو او دې به ورته وېړیا دارو ورکول.
لیلیاس د عکاسۍ سره هم شوق لرلو او په کابل کې یې په لومړی ځل د امیر عبد الرحمن د حرم عکسونه واخیستل. هغه له ډاکټرۍ نه پرته د امیر او ولس ژوند ته هم ځیر وه او د یوې ژورنالیستې په شان به يې حالات څارل. هغې یو مضمون ” په تیارو کې حکومت” ولیکلو چې د امیرعبدالرحمن په سیاسي برخو، ظلم او جبر یو تنقید و. له ویرې يې دا مضمون چاپ نه کړو. د هغې یو ناول ” د وزیر لور” د هزاره جنګونو کیسه وه چې د افغاني ټولنې رواجونه يې ننګول. دا ناول په ۱۹۰۰م کې چاپ شو. ورو ورو د لیلیاس په درملنه اعتراض زیات شو نو دا په ۱۸۹۶م کې له افغانستان په پټه ووتله.
لیلیاس په انګلستان کې د بې وزلو ښځو په درملنې لاس پورې کړ او په ۱۸۹۷م کې په لیورپول کې د ښځو یو مرستون په جوړولو کې يې ونډه واخیسته. بیا یې په لندن کې یو نرسنګ هوم او جنوبي افریقه کې خپل ورور سره د یو فارم په جوړولو کې مرسته وکړه. څه موده يې د ډاکټړۍ نه لاس واخیسته او له سیل سره سره به یې لیکنې هم کولې. په ۱۹۰۷م کې دا د برطانوي ښځو لیګ (ټولنه) کې شامله شوه چې د ۳۰ کالو نه ټیټ عمر ښځو لپاره ووټ او نور حقوق يې غوښتل. د هغې بل کتاب” د یو نرسې میراث” چاپ شو نو لږه موده یې د لندن په یو شخصي کلینک کې هم کار وکړو.
په ۱۹۰۸م کې هغه د ښځو مسلکي کارونو د “واریک کالج” مشره وټاکل شوه. په ۱۹۱۵م کې لیلیاس نوکري پریښوده او په مونټینیګرو کې د رضاکار ډاکټرې په توګه د نړۍ وال جنګ زخمیانو علاج کاو. هغې واده نه و کړی او په ۱۹۲۴م کې دا کور کیناسته. په ۶ جنوری ۱۹۲۵م کې لیلیاس د فرانسی په یو برطانوي روغتون کې مړه شوه.
لیکنه: صفیه حلیم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button