د کرونا د مخنیوي له پاره ټولبنديز؛ که د پوهنې او معارف تباه کول!!؟

اسلام د علم او پوهې حاصلولو دين دی، هر وخت يې د علم حاصلول له نورو شيانو څخه مخکې او مقدم بللي، د کفر او اسلام په لومړنۍ معرکه (د بدر ستره غزا) کې رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو اويا مشرکان ووژل او اويا تنه مشرکان یې بنديان او اسيران کړل. له مشورې وروسته له بنديانو څخه فديه واخيستل شوه او چا چې فديه نه درلوده او ليک او لوست يې زده و، هغوی ته امر وشو چې د مسلمانانو لسو لسو بچيانو ته ليک او لوست ور زده کړي، نو په دې کې ډېرو مسلمانانو ليک لوست ياد کړ.
د تاريخ په اوږدو کې پر مسلمانانو ډېر مشکلات او ستونزې راغلې؛ خو مسلمانانو او مسلمانو واکمنو د مدرسو، ښوونځيو، پوهنځيو او عملي مراکزو دروازې و نه تړلې، بلکې په سختو حالاتو کې يې هم د تعليم او تعلم زده کړې او تحصيل سلسله جاري ساتلې ده، ولې بده مرغه کله چې د چين په اوهان ښارکې د ۲۰۱۹ز په وروستيو کې د کرونا وېروس پيدا شو او په خورا چټکۍ سره د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېده، نو د نړۍ ګڼو حکومتونو په خپلو وطنونو کې بنديزونه او محدوديتونه اعلان او نافذ کړل، د خپلو وګړيو لپاره يې د اړتيا وړ شيان د هغوی تر دروازو پورې ورسول او تر ډېره حده يې د هغوی ستونزې هوارې کړې وې.
هو! د افغانستان سرکار هم د ۱۳۹۸هـ ش د حوت په (۲۵مه) محدوديتونه او ګرځبنديزونه اعلان کړل؛ ښوونځي، مدرسې، پوهنتونونه او علمي مراکز يې وتړل؛ ولې متأسفانه چې د نړيوالو غوندې يې د ولسونو ستونزې او کړمې هوارې نه شوای کړای، برعکس مشکلات يې زيات شول. حکومت د ملي دسترخوان په نوم يوه پروژه پېل کړه، چې لوړ پوړيو حکومتي چارواکو د هغه (دسترخوان) د لګښت ډالر خپلو اکاونټونو ته ولېږدول او د ملت خوارو بېوزلو وګړيو ته يې دومره څه ورکړل چې هغوی يې پرې وغولول. دوې اونۍ وړاندې سرکار په شپاړسو ولايتونو کې د کررونا وېروس د مخنيوي په خاطر د څوارلسو ورځو لپاره کرنتين اعلان کړ؛ خو دا بنديز يوازې تر ښوونځيو، مدرسو او نورو علمي مراکزو پورې محدود و، نور د راټولېدو او جمع کېدو ځايونه خلاص وو. نه پارکونه بند وو، نه د ودونو تالارونه تړلي وو او نه د لامبو حوضونه او حمامونه چا بند کړل. بس يوازې علمي ادارې او مراکز تړل شوي وو. تېره اونۍ د کابل حکومت د دوو اونيو لپاره کرنتين نور هم اوږد کړ، چې دا په معارف باندې ښکاره ګوزار شو.
هو! دوې اونۍ وړاندې چې ټولبنديز ولګېده، نو د خصوصي ښونځي، او پوهنځيو د اتحاديو مسؤلينو احتجاجونه وکړل او دا پرېکړه يې وکړه، که په راتلونکي کې ګرځبنديز اعلان کړ، نومونږ به هيڅکله خپل اړوند ښوونځي او پوهنتونونه و نه تړو، اوس په ټول هېواد کې د ګرځبنديز اعلان وشو. د دوی موقف به هم څرګند شي.
د کرونا وېروس ستونزه د ټولې نړۍ مسئله ده، يوازې د افغانانو او افغانستان خبره نه ده؛ خو د هېواد واکمن د خپلو جيبونو ډکولو لپاره ارقام او شمېرې لوړې ښيي؛ څو له نړيوالونو څخه مرستې راجلب او خپل اکاونټونه ښه ډک کړي.
لومړی دوه اونيز ټولبنديز داسې مهال ولګېده، چې د ګرمو سيمو کلنۍ ازموينې نيمايي ته رسېدلې وې. هغه دوه اونۍ لا نه وې بشپړې شوې، چې دويم ټولبنديز شو، دا د زده کړو او تحصيلاتو لپاره ستر زيان دی. حکومت بايد دومره ګوزاره کړې وای، چې دا ازموينې پای ته رسېدلې وای. او دا لومړی دوې اونيز ټولبنديز هم ګټور نه و، له هغه وروسته د کرونا مثبتې پېښې د سرکار د معلوماتو له مخې زياتې شوې، څه کمښت خو په کې را نغی. او ګومان نه کوم، چې له دويم دوې اونيز ګرځبنديز سره به مثبتې پېښې کمې شي.
ليکنه: عبدالرحمان عباس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: