د هلمند ګرشک ولسوالۍ امنیه قومنداني او بازار د طالبانو لاسته لویدلی

عزم(جمعه، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰): له هلمند ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې له سختې جګړې وروسته د امنیه قومندانۍ ودانۍ او بازار د طالبانو لاسته لویدلي.
دولتي چارواکي په دې اړه څه نه وایي، خو سیمه ییز خلک مني چې بازار څخه څخه دولتي ځواکونه وتلي او د طالبانو لاسته لویدلی.
بلخوا بیا طالبانو ادعا کړې چې نن سهار یې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومندانۍ، فرقه، دِه ادم خان، سیمنار، دهمزنګ، سیمې او ټول بازار لاس ته لویدلي.
طالبانو ادعا کړې چې زیات شمیر وسائط، وسایل او مهمات یې هم لاسته ورغلي او دولتي عسکر اوس مهال د بازار څخه لېري د ولسوالۍ مرکز، استخباراتو، خاداو لیواء مرکز ته پناه وړې.