ناټو د ترکیې تر چتر لاندې د کابل په هوایي میدان کې/فاروق اعظم

لیکوال: فاروق اعظم

امریکا او د ناټو سرمنشی ویلی چی پر دغه موضوع غور روان دی چی له کابل پرته له ټول افغانستان څخه دې د امریکا او ناټو فوجونه ووځي. دوی غواړي ترکي فوج د ناټو په چوکات کی د کابل په هوایي میدان کې د بهرنیو سفارتونو د امنیت او کابل کی د حکومت د ساتلو لپاره پاته شي. ترکیه حاضره شویده چی د ناټو په نماینده ګی دغه کار وکړي. دلته څو خبري د غور وړ دي:

(۱) ترکیه د ناټو یو متعهد غړې هیواد دی چی له ناتو سره یوځای افغانستان ته د فوج سره راغلې ده. که د دوحې د قراردداد مطابق امریکا او ناټو وځي، نو ترکیه هم باید ووځي. د ترکیی په پاته کیدو سره د دوحه تړون نقض کیږي او طالبان به حق ولري چی ووایي جګړه نه ده ختمه. په حقوقی لحاظ ترکي او امریکایی فوج دواړه د ناټو برخي دي. که امریکا وځي، ترکی فوج هم باید ووځي.
(۲) که د ناټو غړو هیوادونو سره په افغانستان کې جنګ روا وي، نو د ترکی فوج سره هم جنګ روا دی؛ دا ځکه په افغانستان کی ترکي فوج د ناټو برخه ده. که د امریکا حمله تجاوز او جرم او نظامیی حضور یی اشغال وي، نو ترکیه په دغه جرم کی شریکه او فوجي حضور یې ددغه اشغال ادامه ده.

(۳) افغان حکومت بار بار دا ادعا کوي چی د امریکا او ناټو د فوجونو د وتلو سره د طالبانو د جهاد مشروعیت ختمیږي. د ترکي فوج په پاته کیدو سره د طالبانو د جهاد مشروعیت د حکومت په تعریف ادامه پیدا کوي. بیا حکومت نه سي ویلای چی طالبان ولې جنګ کوي؟

(۴) که امریکا او ناټو افغان حکومت پخپل ټول قوت ونه سو ساتلای، ترکیه به یی په یوازي سر څنګه وساتي؟ حتمی به د امریکا او نورو ناټو غړو هیوادونو نظامی مرسته غواړي؛ چی دا بیرته د اشغال د ادامې معنی ده؛ جنګ دی او بالآخره بیا ددوی ماته ده.

(۵) ترکیه به رشید دوستم تقویه کوي او د هغه پر شاوخوا به نور اقلیتونه راټولوي. اقلیتونه به د دوستم سره د قیادت، صلاحیت او امتیازات د توزيع پر سر پخپلو کی په جنګ سي. دغه پالیسی قومي تنافر تقویه کوي، جنګ ته ادامه ورکوي او ملی وحدت خرابوي.
(۶) کیدای سي د داعش او نورو پروژو په مټ مرکزي آسیا هیوادونه، په افغانستان کی د ترکیی تر چتر لاندي د اقلیتونو د ظاهري تقویی له لاري بې ثبات کړل سي. داځکه د تروریزم په نوم اور مرکزي اسیا ته په هغو خلکو اسانه اړول کیدای شی چی مشترکه ژبه لري. په دی ډول به زموږ اقليتونه استعمال او د اور په لمبو کي وسوځول سي.
(۷) هغه حکومت به څومره دوام وکړي کوم چی له ټول افغانستان څخه راټول او کابل کی محاصره وي او د ترکي فوج تر رحم لاندی ژوند کوي؟ طالبان به په ډیر قوت چی ټول افغانستان به یی په قبضه کی وي، پر کابل حملې کوي. دا جنګ به اوږد او خانمانسوز جنګ وي. کابل به خرابیږي، حکومت به حتما سقوط کوي، خو په بد شکل.

(۸) که کابل کې جنګ اوږدیږي، نو هغه وسلې به ټولې تباه شي چی امریکا راوړې دي. ښایي پروګرام همدا وي.
(۹) که طالبان په دغسی یو حالت کی کابل په زور ونیسي، ډیر دولتي بنیادونه به تخریب او طالبان به د بشري حقوق په پایمالۍ بدنام وي. ښایي همدا پروګرام وي.

(۱۰) که امریکا او ناټو له افغانستان څخه ځي، ترکیه دي په سر کی ولاړه شی. که د نړۍ پنځوسو هیوادونو افغان حکومت ونه سو ساتلای، نو ترکیه یی هم نه شی ساتلای.
(۱۱) ترکیه د ناټو غړی مسلمان هیواد دی. افغانستان هم مسلمان دی. امریکا او ناټو فکر کوي چی افغانان د اسلام په نوم راګیرولای سي او د مسلمان ترکیی په مخته کولو سره د هغی تر چتر لاندې خپله طویل المدة منصوبه آرامه مخته بیولای سي.
(۱۲) افغانانو د ترکانو سره تاریخی ښې اړیکې او دوستي درلودلې ده. زموږ دوه دایمی سفیران (مولنا جلال الدین بلخی او سید جمال الدین افغانی) هلته اوسیدلي دي. خو که ترکیه په کابل کی د فوج د ساتلو غلطي وکړي، دغه دوستۍ ته به سخته صدمه ورسیږي چی جبران به یی اسانه نه وي. ددغه عمل وخیم نتایج به په افغانستان کی ترک تبارو ته هم ښه نه وي.
(۱۳) کیدای سي یو داسې نیرنګ په کار واچول سي چې ناټو د ترکیی او پاکستان څخه وغواړي چی د افغانستان په امنیت کی مرسته وکړي. یا ترکیه وغواړي چی پاکستان دي مرسته ورسره وکړي. دا خبره به افغان حکومت او خلک راوپاروي. هغوی به د پاکستان نوم ورڅخه لیري کړي او د ترکیې په پاته کیدو به حکومت قانع سي. (په مرګ یی ونیسه، په تبه یی راضی کړه).
(۱۴) افغان دولت ته په کار نه ده چی ترکانو ته زارۍ وکړي چی موږ وساته. افغان دولت باید د کابل په هوایی میدان کی د ترکیی عسکرو د ساتلو سره قطعا موافقه ونکړي. افغان حکومت باید دغه ننګین کار ته زړه ښه نه کړی چی مؤثر نه دی او بقاء نلري. اوښ چي ولاړ، زنګوله دي يی ورکه سي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: