د ګرشک ولسوالۍ سقوط؛ دولتي الوتکو یې په غچ کې ولسي خلک د ویر په ټغر کینول

  عزم،جمعه، ۲۸غبرګولی۱۴۰۰):وروسته تر هغه چې طالبانو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ او اړوند تأسیسات له دولتي حاکمیت څخه تصفیه کړل، په غبرګون کې یې دولتي الوتکو او چورلکو پر یادو تأسیساتو او ملکي میشت ځایونو خونړۍ بمباري ترسره کړې ده.

ځایي سرچینې وایي چې د ګرشک ولسوالۍ بازار کې له سهاره څخه تر دې مهاله د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ویل کیږي چې د یادو بریدونو په قربانیانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې دوی ته په یادو بریدونو کې پراخ مالي زیانونه هم اوښتي او دولتي ملیشو یې په قصدي توګه، دکانونه، د تیلو پمپونه او نورې شتمنۍ هدف ګرځولې او دوی ته یې میلیونونه افغانۍ زیانونه ور اړولي دي.

تر دې مهاله د هلمند ځایي چارواکو او دفاع وزارت په دې هکله څه نه دي ویلي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button