تسلیمي.. د عسکر ګټه که تاوان؟

خط اول

اوس هره ورځ د هېواد په گوټ گوټ کې سلگونه حکومتي عسکر په ډله‌ییزه توگه طالبانو ته تسلیمېږي. د عسکرو د تسلیمۍ دا لړۍ په یوه ولایت او یا په یوې سیمې پورې محدود نه ده، بلکې له شمال نه تر ختیځ او له لوېدیځه تر سویل پورې. ډلې ډلې عسکر له خپلو دندو لاس پر سر کېږي او طالبانو ته تسلیمېږي. طالبان تسلیم شوي عسکر ښه نازوي هم. د لارې د کرایې سربېره نور یې خپل دښمن هم نه گڼي او نور کولی شي چې په خپل کلي او کور کې ارام ژوند وکړي.

له حکومت ورخ اوبو وړی. هره ورځ په امنیتي ادارو کې د ځینو بدلونونو خبره کېږي. ځینو ولایتونو کې یې نظامي کسان د والیانو په توگه وټاکل. د ځینو ولایتونو والیان یې گوښه کړل او پر ځای یې نور کسان وګمارل. په کوم ولایت کې چې امنیتي حالت خراب شي، سبا ته بیا د والي په گډون د امنیه قومندان کډه هم بار وي. د چارواکو دغه ادلون بدلون د دې ښکاروندويي کوي چې حکومت سخت رایسار دی او هر څه چې کوي بیا هم حالت یې نه ښه کېږي، بلکې هره ورځ نوې ولسوالۍ، پراخه سیمې او سلگونه پوستې له لاسه ورکوي.

همدا اوس د هېواد په ځینو سیمو کې سلگونه عسکر په قرارگاوو، پوستو او نورو امنیتي ځایونو کې له میاشتو راهیسې رایسار دي. د حکومت هوايي مرستې هم له خنډ سره مخ کېږي او الوتکې، چورلکې او نور وسایل ترې طالبانو ویشتي دي. ځمکنۍ لارې له طالبانو سره دي او د حکومت هوايي ځواک دومره نه دی چې په یوه وخت ډېرو سیمو ته هوايي مرستې ولېږي؛ ځکه اوسمهال جگړه په ټول هېواد کې روانه ده او حکومت د ټولو پوستو او قرارگاوو لپاره دومره امکانات نه لري.

د حکومت یوازې ژوندي عسکر پکار دي، چې ورته وجنگېږي. کله چې عسکر خپل ژوند له لاسه ورکوي بیا یې جسدونه په میاشتو ـ میاشتو هم کورنیو ته نه سپارل کېږي. ډېر وخت داسې هم شوي چې کوم عسکر طالبانو ژوندي نیولي، حکومت ورته د بل عسکر جسد په تابوت کې اچولی او کورنۍ ته یې سپارلی دی. خو یو کال وروسته نیول شوي عسکر د طالبانو له لوري خوشې کېږي او کورنۍ ته ستنېږي. همدا اوس د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د داسې عسکرو جسدونه پراته دي چې کلونه پرې تېر شوي، خو کورنۍ یې تر اوسه لالهانده گرځي. حکومت یې نه جسد ورکوي او نه ورته وايي چې چېرته ورک شوی، طالبانو نیولی او یا بم وهلی دی.

درې کاله وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې«سیگار» یو راپور خپور کړی و، چې د امنیتي ادارو چارواکي د هغو عسکرو له ښځو د جنسي رشوت غوښتنه کوي چې په اصطلاح د جمهوریت ساتنې لپاره وژل شوي دي. که څه د حکومت امنیتي ادارو د څېړنو خبره وکړه او د سیگار راپور یې نه رد او نه هم ومانه؛ خو د درې کلونو په تېرېدو د حکومت د څېړنې څرک لا هم معلوم نه دی. کله چې یو حکومت د خپل عسکر د ښځې د ناموس غل وي، نو هغه حکومت په دې ارزي چې یو ځوان دې ورته له خپل ژوند تېر شي.؟

اوس خو زموږ غوږونه د ولسوالیو او پوستو له سقوط سره عادي شوي. کله چې د ولسوالیو او پوستو د سقوط شمېر ته وگورې، نو د تلفاتو یې کچه ټیټه ده. یو لامل یې دا دی چې عسکر جګړه نه کوي او ژر تسلیمېږي. دغه تکتیکي شاتگ د دواړو په گټه دی. طالبان تسلیم شوي عسکر نه وژني. د ټپي شویو عسکرو درملنه کوي او تر کوره د لارې کرایه هم ورکوي. ډېر کم داسې کسان به وي چې له طالبانو سره له کړې ژمنې واوړي او بیا د حکومت لیکو ته ورشي.

عسکره! د اشرف غني، امرالله صالح، حمدالله محب، عبدالله عبدالله او نورو چارواکو په تشو هوايي خبرو مه تېروځه. دوی له خپل هېواد سره دومره مینه(!) لري چې حتیٰ خپل بچیان د سیاحت لپاره هم دلته نه راولي. د دوی د بادارنو کډې په بارېدو دي او دوی هم تیار پاسپورټونه په جېبونو کې گرځوي او د دې ورځې په تمه دي چې له خپلو وروستیو بادارانو سره یو ځای له دې خاورې ووځي. په خپل ځان، په خپله کورنۍ او په خپل راتلونکې فکر وکړه. تسلیم شه. هم به دې اخیرت نه خرابېږي او نه به دې د کورنیو غړیو ته د امریکايي غلام لقب پاتې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: