تخار:د «بهارک» ولسولۍ سقوط او ۸۰ تنه عسکر له وسلو سره یوځاي طالبانو ته تسلیم شوي

  عزم،جمعه، ۲۸غبرګولی۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو نن مازدیګر مهال د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې یاده ولسوالۍ کې شاوخوا ۸۰ تنه عسکر له خپلو سپکو او درنو وسلو سره یوځای، دوی ته تسلیم شوي دي.

نوموړی زیاتوي:د یادو عسکرو له تسلیمي سره امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز او ځینې پوستې د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

یاده ولسوالۍ له تیرو څو ورځو راپه دې خوا تر سختې محاصرې لاندې وه او عسکرو د یادې محاصرې د ماتولو پخاطر پر ولسي سیمو د ډیسي توپونو بریدونه کول، څو په دې توګه طالبان د محاصرې ماتولو ته اړ باسي، خو له ټول دفاعي قوت کارولو سره سره بالأخره ترې طالبانو یاده ولسوالۍ ونیوله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button