فاریاب: د خواجه سبزپوش ولسوالي امنیې قوماندان له ۱۳عسکرو سره یوځای طالبانو ته ورغلی

  عزم،جمعه، ۲۸غبرګولی۱۴۰۰):راپورونه وایي چې د فاریایاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالي امنیې قوماندان “ګل اختیار عرب” له خپل ۱۳کسیز پرسونل سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب وایي چې دا مهال د یادې ولسوالۍ مرکز له څلورو خواوو څخه د محاصرې په حالت کې ده او امنیتي سرتیري سیمه کې کلابند دي.
پژواک آژانس د نوموړي له قوله وایي چې دولتي ځواکونه له مرکز میمنې څخه د ډیسي توپونو په مټ د خواجه سبز پوش ولسوالۍ اړوند سیمې هدف ګرځولې او ترڅنګ یې چورلکې هم سیمه کې هوایي بریدونو ته استول شوې دي.
که څه هم د ولایتي شورا مرستیال وایي چې له یادې ولسوالۍ سره د مخابرې له لارې تماس کې ده، خو یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته دا هم ویلي چې د یادې ولسوالۍ او مرکز میمنې ترمنځ مخابراتي اړیکه شلیدلې ده..
ځایي خبریال حسن سرداش هم د امنیې قوماندان د تسلیمیدلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دامهال د ولسوالۍ مقر کې د ملي اردو ځواکونه او نورې ملیشې حضور لري.
طالبانو تیره ورځ د یاد ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ هم له لسګونو عراده جاتو، سلګونو عسکرو او سلګونو میله وسلو سره یوځای نیولې وه چې نن یې نیمایي نیول شوي عسکر بیرته خوشي کړل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button