فراه: د پشتکوه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویده

عزم،شنبه، ۲۹غبرګولی۱۴۰۰):راپورونه وایي چې تر اوږدې محاصرې وروسته، طالبانو د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ مرکز او امنیې قومانداني تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.
د طالبانو منابع وایي چې دولتي ځواکونه تیره شپه د ولسوالۍ له مرکز، امنیه قومندانۍ اوټولو امنیتي تأسیساتو څخه په یوه لوی موټریز کاروان کې چې الوتکو یې ملتیا کوله، وتلي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي: «تیره شپه د فراه ولایت د پشتکوه د ولسوالی مرکزڅخه دښمن د یوې غټې قوې او هوایي ملاتړ په بدرګه دتیښتې لار خپله کړه او دولسوالۍ مرکز دټولو ملحقاتو سره په بشپړه توګه دمجاهدینو لاسته ولویدی»
طالبانو تیره ورځ د یادې ولسوالۍ د “مردان سرای” په نامه د ملي اردو مهم بیس هم نیولی وه او د ۶عسکرو د وژل کیدو او ۱۸ نورو د نیول کیدو ترڅنګ یې په زیاته کچه مهمات هم ترلاسه کړي وه.
تیرو څو ورځو کې طالبانو د یادې ولسوالۍ جوین، پشترود او اناردرې ولسوالۍ هم له دولتي حاکمیت تصفیه کړې وې