فاریاب: «خواجه سبزپوش» ولسوالۍ د طالبانو تر کنترول لاندې راغله

  عزم،شنبه، ۲۹غبرګولی۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ او اړوند امنیتي تأسیسات یې تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.
ځایي خبریالان وایي چې ټول محاصره امنیتي ځواکونه د خواجه قشوري سیمه کې د هوایي ملاتړ په مټ ایستل شوي او طالبانو د خپلسري وسلوال “منصور قوماندان” د قرارګاه په ګډون ټول امنیتي تأسیسات، ولسوالي او امنیې قومانداني نیولي دي.
ویل کیږي چې طالبانو د یادې ولسوالۍ په نیولو سره مرکز میمنې ته نږدې سیمه کې خپل خط ایجاد کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ امنیې قوماندان تیره شپه د ۱۳عسکرو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوی وه.

طالبانو د ولسوالۍ د نیولو پخلی کړی او ویاند یې ویلي چې: «تیره شپه یاده ولسوالۍ سره له ټولو ملحقاتو د مجاهدینو لاس ته ولویده دښمن د مرګ ژوبلې په لیدلو سره د تیښتې لار خپله کړه قومندان امنیه سره له ټولو افرادو له مجاهدینو سره یو ځای شو ګڼ نظامي تجهیزات او وسلې دمجاهدینو لاس ته ورغلي»
دا په فاریاب ولایت کې د تیرې څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې څلورمه ولسوالۍ وه چې طالبان یې نیسي، تر دې وړاندې یې د قیصار، دولت آباد، شیرین تګاب ولسوالۍ نیولې وې.
طالبانو نن سهار د فراه پشتکوه او د جوزجان مردیان ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستلې وې..

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: