ولې اسلامي نظام؟!

عنایت الله خاموش
افغانستان یو اسلامي هیواد او پکې ټولې پرتې پرګنې د اسلام د مبارک دین پيروان دي. افغان ملت له هغه وروسته، کله چې د اسلام په مبارک دین مشرف شوی، د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي نظام د استحکام او په افغان جغرافیه داسلامي شریعت د نفاذ لپاره نه ستړې کېدونکي قربانۍ ورکړي. افغانانو هر وخت په داسې مهال وسله پورته کړي او قربانۍ ته يې ځانونه چمتو کړي، کله چې يې په هیواد د ننه او له هیواد څخه بهر، د اسلامي شریعت خلاف کړنې لیدلي او پوه شوي چې دغه را ولاړ شوي اشخاص او اشغالګر د دوی په دین، خاوره او ناموس باندې تېری کوي او د دوی مفکوره تر پښو لاندې کوي. که د افغان تاریخ وروستیو پېړیو ته پام وکړو؛ نو وبه ګورو چې افغان ملت د انګرېز، شوروي او امریکا په وړاندې داسې مهال وسله پورته کړي او وسره يې مبارزه کړي، کله چې يې په افغان خاوره ناورا تېری وکړ او دلته يې د اسلامي مفکورې و اسلامي نظام د له منځه وړلو هڅې کړي. افغانانو د خپل دین، خاورې او ملت د ساتنې په موخه د ظالمو او جابرو اشغالګرو مغزي مات کړي او هغوی يې دېته مجبور کړي ترڅو افغانستان څخه پښې سپکې او دا خاوره افغانانو ته پرېږدي. بیا هغوی چې څه ډول غواړي او څه غواړي همغسې نظام او قانون جوړ کړي.
په یوویشتمه پېړۍ کې د امریکايي اشغال او د اشغالګرو د ملګرو په وړاندې د افغان ملت مبارزه یو ستر حقیقت و حقانیت دی. څوک چې يې غندي، ردوی او ناروا يې بولي هغوی خپله د غندې و رد وړ او په ناروا کې تر ستونې غرق دي. په افغانستان کې د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې د امریکايي اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په وړاندې د افغان ملت سپېڅلی جهاد یوازې د اشغال تر خاتمې او له افغان خاورې څخه د اشغالګرو تر شړلو نه دی محدو؛ بلکې دا مبارزه د اشغال د خاتمې ترڅنګ د یوه سوچه اسلامي نظام د اقامې په موخه هم دی او تر هغې به روان وي ترڅو يې چې په دې خاوره اسلامي نظام او مقدس شریعت نه وي حاکم کړی. ځکه، دا چې د افغانستان کابو ټوله وګړي مسلمانان او د اسلامي عقیدې پيروان دي، له اسلامي قانون و شریعت پرته بل هیڅ قانون او نظام يې ستونزې نشي هورولای. اسلامي قانون داسې یو قانون دی چې په مسلمانانو سربېره د غیر حربي کفارو لپاره هم داسې اصول پکې په پام کې نیول شوي چې که کفار هم ورته ځان تسلیم کړي، نو په هیڅ صورت کې به له ستونزو سره مخ نشي.
دا چې اوسمهال اشغال په ختمېدا او اشغالګرو په تېښته دي، د اسلامي نظام د رامنځته کېدا او اسلامي شریعت د پلې کېدو لپاره یو غوره چانس برابر شوی. نو پکار ده ترڅو د دې نظام د استحکام لپاره لکه څنګه مو چې د اشغال په وړاندې مبارزه وکړه، همغسې مبارزه وکړو. ځکه دلته له شل کلن اشغال وروسته نه یوازې دا چې د اشغالګرو ګوډاګیان افغان ملت ته په میراث پرېښودل شوي، بلکې یو ګنده فکر هم پاتې شوی او هغوی غواړي په هره طریقه چې شونې وي د کفارو او اشغالګرو ارمان ور پوره او په ټول قوت سره د اسلامي نظام د رامنځته کېدا مخه ډب کړي. ځکه دغه د اشغالګرو پاتې شوني اوس لا د دې هڅه کوي ترڅو له مختلیفو شیطاني لارو په استفاده افغان ملت دوکه او په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکمیت مخه ونیسي.  دوی  اوسمهال د جعلي فتواګانو او ناستو په توسط د یو څو پيسه دوسته ملایانو په مټ د اشغالګرو د ګوډاګیانو په وړاندې د افغان ملت مبارزه او د اسلامي نظام لپاره هڅې په بله مانا تعبیروي او په دې توګه غواړي په غیر فهمیده توګه افغان ملت له خپلې عقیدې څخه لرې وساتي. اسلامي نظام د افغانانو مسلم حق دی او د همدې هدف لپاره يې بې شمېره قربانۍ ورکړي. دا ټوله افغانان د اسلامي عقیدې پيروان دي؛ نو دا به ډېره بې انصافي وي چې افغانان دې د خپلې عقیدې خلاف بل نظام ومني او خپل شریعت دې تر پښو لاندې کړي.
نو هغوی چې اوس هم لا په دې فکر دي چې له مختلیفو شیطاني لارو څخه په استفاده به په افغانانو داسې مهال یو کفري نظام ومني او له خپل اسلامي شریعت څخه به يې لرې وساتي؛ باید په دې پوهه وي چې افغان ملت لکه څنګه چې يې د اشغال په وړاندې مبارزه وکړه او له هغوی څخه يې زیان لید، همداسې به د اسلامي شریعت د نفاذ لپاره هم په پوره زیار مبارزه کوي او تر هغې به کرار پاتې نشي، ترڅو يې چې اسلامي نظام حاکم کړی نه وي. دوی باید په دې هم پوهه شي چې افغان ملت له اسلامي نظام پرته بل هیڅ نظام نه غواړي او نه يې زغملی شي او دا یو څرګند حقیقت دی چې د شوروي اشغال وروسته افغان ملت ځکه په ټوپکیانو پسې را ولاړ شو، چې هغوی هم په افغانستان کې د اسلامي نظام په ځای یو بل غیر اسلامي نظام حاکماوه او په افغانستان کې يې ګډوډۍ ته لمن وهله. ځکه خو افغان ملت تر کولاب و… وځغلول. نو دا چې اوسمهال هم ځينې منفور، له پردۍ مفکورې څخه متأثره او خود غرضه اشخاص په افغان ملت باندې په ډېر چل و هنر خپل ګنده فکر تحمیلوي، هیڅ افغان ته د زغملو نه دی او نه به افغان ملت دومره بې حافظې وي چې د اشغال د خاتمې او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره خپله کړې شل کلنه مبارزه او قربانۍ به هېروي او د کفارو او د هغوی د مدافعینو تر اغېز لاندې به راځي او فکر ته به ځان تسلیموي او د اسلامي نظام خلاف به بل نظام مني. ځکه دوی پوهېږي چې د اسلامي ټولنې د پرمختګ او هوساینې راز یوازې د اسلامي نظام په حاکمیت کې دی. نو څوک چې اسلامي نظام مني او اصولو ته يې غاړه ایږدي هغوی ته افغان ملت ښه راغلاست وايي او په سر سترګو يې مني؛ خو که څوک د اسلامي نظام خلاف وي، نه يي مني او خپل ګنده فکر په افغانانو تحمیلوي د هغوی په مخ د ټولې کفري نړۍ دروازې خلاصې دي، لطفاً دې هغه هیوادونو ته پناه یوسي په کومو کې چې خپلې ګټې ویني. افغانان د دوی د شخصي ګټو لپاره خپله همېشنۍ داعیه او اسلامي شریعت نشي قرباني کولای. نو هغوی دې خپلو همفکره هیوادونو ته پناه یوسي، په افغان ملت دې کار نه لري. افغانان پوهه شه او خپل يې نظام.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: