تاسې به دا لوحه کله راځړوئ؟

کارته چهار کې یې د یوه دوکان په شیشه یي دروازه یوه لوحه ځړولې او پرې لیکلي یې وه:
( په خندا راننوځئ ) ور لاندې یې د خندا یوه علامه هم رسمه کړې وه.
زه چې په لومړي ځل دې دوکان ته ننوتم او دا لیکنه مې ولیده، سمدستي ورته موسکی شوم، دوکان ته ور ننوتم او ټوله سودا مې ښه په ورین تندي ترې وکړه.
موږ او تاسې په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې زرګونه اندېښنې او نارامۍ لرو، څوک جنگ ته خفه وي، د چا کاروبار خراب وي، د چا کورنی ژوند تریخ وي، څوک له چا او څوک په چا پسې خفه وي.
په داسې حالاتو کې یوه کس ته د هغه ورکه موسکا بېرته ورکول لوی سخاوت دی؛ رسول اللّٰه ﷺ فرمایلي:
( تَبَسُّمُکَ فِی وَجْهِ أَخِیکَ لَکَ صَدَقَةٌ )
“خپل ورور ته موسکا کول صدقه ده”.

هېڅ انسان داسې نه دی چې د موسکا چل دې نه ورځي، خو بس سهار چې له کوره وځي یا چې مازیگر له کاره راځي، په لاره ترې هېره شوې وي؛ خلکو ته د موسکا وریادولو لپاره موږ په خپل تندي دا نه شو لیکلی چې په موسکا راسره مخ شه … خو که موږ ورته لومړی موسکي شو، نو دا هماغه د کارته چهار د لوحې کار کوي؛ مقابل لوری به پخپله درته موسکی شي او د لیدو خاطره به مو خوږه او خوندوره پاتې شي.

تاسې به دا لوحه کله راځړوئ؟

رحمت الله مؤمن

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button