عبدالستار سعادت: د پرمختللې هوایي ټکنالوژي نه راکول، د امریکا تر ټولو لویه دوستي وه!

عزم(شنبه، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د سیاسي چارو کار پوه او د اشرف غني پخوانی حقوقي سلاکار عبدالستار سعادت وایي: زما په فکر دا د امریکا تر ټولو لویه دوستي وه، چې موږ ته یې پرمختللې هوایي ټکنالوژي رانکړه، کنه اوس به ټول هېواد لکه د هلمند ګرشک بازار؛ په اور لولپه شوی ؤ.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:
“پخوا به مې امریکایانو سره په دې ورانه وه چې زمونږ هوایي ځواک یې سم راجوړ نه کړ؛ مګر اوس چې فکر کوم، یوازنۍ دوستي چې امریکایانو راسره کړې، هغه د پرمختللو الوتکو او انسان وژونکې هوایي ټکنالوژۍ نه راکول و. ځکه چې که اوس ب۵۲ الوتکې دغو حکومتي چنګېزیانو سره وای، نن به یې ټول کلي؛ لکه د (هلمند ــ ګرشک) په اور لولپه کړي و.”
ښاغلي سعادت زیاته کړې:
“هغوی چې په دې باور ولري، مړی به یې د دې وطن په هدیره کې خښېږي، آیا داسې کولای شي؟!”
د سیاسي چارو کار پوه عبدالستار سعادت؛ د امریکا له خوا ترکیې ته د کابل نړیوال هوایي ډګر سپارلو ته په اشارې، په یو بل پوسټ کې لیکلي:
“هغوی چې پر خپلو خلکو بمونه اوروي؛ اصلي حیثیت یې همدا دی!
د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د بایډن له لوري اردغان ته ورکول کېږي؛ افغان حکومت د «خیرک ادې» ده!
د سعادت په وینا: “زمونږ په ارګ کې مېشت واکمنان په واقعیت کې هغه غلامان دي، چې اتکړۍ یې د سرو زرو دي؛ دوی ته زولنې مهمې نه دي، «سره زرتوب» یې مهم دی!”
عبدالستار سعادت د کابل حکومت کې د نورو دندو تر څنګ؛ د اشرف غني حقوقي سلاکار هم پاتې شوی، خو شاوخوا دوه کاله وړاندې د کابل پر حکومت له پرلپسې نيوکو وروسته؛ له دندې ګوښه کړای شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button