لغمان کې ۱۶ تنه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

عزم(شنبه، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰): له لغمان ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې د دغه ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې یو شمیر عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

طالبانو هم ویلي چې نن مازدیګر د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د یوې مهمې دفاعي پوستې ۱۶ تنه عسکر له خپلو ټولو وسلو او تجهیزاتو سره یو ځای ورسره یوځای شوي دي.

په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی د مسئولینو له لوري یې کلک هرکلی وشو.

د یادونې وړ دی چې تیرو څو ورځو کې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې سلګونه عسکر له وسلو او مهماتو سره طالبانو سره یوځای شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button