تخار: طالبانو د ینګي قلعه، خواجه غار او هزارسموچ ولسوالیو د نیولو خبر ورکړ

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره ورځ د یاد ولایت د بنګي او بهارک ولسوالۍ هم تر خپل کنترول لاندې راوستلې وې.

  عزم،یکشنبه، ۳۰غبرګولی۱۴۰۰):طالبانو د تخار ولایت د دریو مهمو ولسوالیو«ینګي قلعه، خواجه غار او هزارسموچ» د نیولو خبر ورکړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، تیره شپه یې د یاد ولایت خواجه غار ولسوالۍ مرکز لاس ته لویدلی او دولتي عسکرو د تلفاتو په لیدلو سره له سیمې پښې سپکې کړې دي

مجاهد ویلي چې یاده ولسوالي کې یې ډیر وسائط، وسلې او تجهیزات نیولي او پاتې عسکر یې د امنیې قومندانۍ په تعمیر کې تر محاصره لاندې دي.
ځایي امنیتي چارواکي هم د ولسوالۍ د سقوط خبر تائیدوي او وایي چې د ولسوالۍ مرکز، بازار او ملي امنیت اداره د طالبانو تر واک لاندې راغلي او دامهال پر قومانداني جګړه روانه ده.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو تیره شپه د یاد ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ هم له دولتي حاکمیت ایستلې او دولتي ځواکونو د ولسوالۍ د مرکز په ګډون له ټولو ملحقاتو څخه شاتګ کړی دی.

طالبانو د پیښې د پخلي تر څنګ ویلي چې سیمه کې یې ګڼ وسائط، وسلې او تجهیزات نیولي او د ولسوالۍ کنترول یې په بشپړ ډول په لاس کې اخیستی دی.
د طالبانو ویاند په یوه جلا خبر کې ویلي دي چې تیره شپه یې د همدې “تخار” ولایت د هزارسموچ ولسوالۍ هم نیولې او دولتي عسکر له مرکز او ټولو ملحقاتو شاتګ ته اړ شوي دي.
مجاهد ویلي چې یاده ولسوالي کې یې هم ګڼ وسائط، وسلې او تجهیزات نیولي او ولسوالي په بشپړه توګه د دوی په کنترول کې راغلې ده.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د یاد ولایت د چال ولسوالي هم نیولې، خو طالبانو یې تر دې مهاله پخلی نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره ورځ د یاد ولایت د بنګي او بهارک ولسوالۍ هم تر خپل کنترول لاندې راوستلې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: