د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې

عزم(یکشنبه، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰): طالبان وایي بیګا شپه یې د لوګر خروار ولسوالۍ هغه انتقالي مرکز هم نیولی چې له پخواني ځای څخه یوې قرارګاه ته نقل شوی و.

طالب ویاند ویلي چې د خروار ولسوالۍ نقلي مرکز(چې د خواجه انګور او پنج پای سیمو تر منځ یوه قرارګاه کې جوړ شوی و) له شاوخوا دفاعي پوستو سره یې لاس ته لویدلی.
په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې طالبانو ادعا کړې چې ګڼ شمیر وسلې، مهمات او وسائط هم لاسته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د خروار ولسوالۍ اصلي مرکز څو کاله وړاندې د طالبانو له لوري نیول شوی و چې وروسته د ولسوالۍ مرکز دغې سیمې ته نقل شو اوس له وروستي مرکز هم امنیتي ځواکونه وتلي دي.

د یادونې وړ دی چې د لوګر څرخ ولسوالۍ هم څه وخت وړاندې طالبانو ونیوله او دا مهال د برکي برک او ازرې ولسوالۍ د محاصرې په حالت کې قرار لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button