فاریاب: المار کې ۷۲ تنه عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي

عزم(یکشنبه، ۳۰، غبرګولی ۱۴۰۰): د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د ملي اردو یو کنډک عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، بېګاه شپه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د محاصره کنډک ۷۲ تنه عسکر له خپلو ټولو تجهیزاتو سره له طالبانو سره یو ځای شول.

«بیګاه ماسخوتن ۹ بجې  د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ  دمحاصره کنډک  ۷۲ تنه عسکر له خپلو ټولو تجهیزاتو سره داسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول. نوموړو  له ځان سره ۲۱  روغ ټانګونه ، ۵۰ لږ خراب ټانګونه ، یو ډیسي توپ ، ۳۴ میله  m16 ټوپکونه ،  یوه دهشکه ، ۹ میله پیکاماشیندارونه، ۴ راکټونه ، ۵ کلاشینکوفونه ،  په زیات شمېر مرمۍ اونور مهمات مجاهدینو ته رارسولي.»

د خبرپاڼې له مخې، یو ځای شویو عسکرو ګڼې وسلې او مهمات هم له ځانونو سره راوړي دي. «مجاهدینو یې هم  تود هرکلی وکړ او هریوه ته په خرچه ورکولو سره ټول عسکر خپلو کورونو ته ولیږل.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button