خوست کې د ځڼغوزیو ۳۶۰ کورنۍ قوریې جوړېږي

عزم(یکشنبه، ۳۰، غبرګولی ۱۴۰۰): د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ځڼغوزیو او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې لپاره غواړي ۳۶۰کورنۍ قوریې جوړېږي.

د یاد ریاست د چارواکو په خبره، د دې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیارغولو په پار هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. «په همدې موخه د دې ولایت د ځڼغوزیو او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت په پینځو ولسوالیو موسی خېل، ځاځي میدان، تڼي، سپېره او شمل دوه منده کې ۳۶۰ کورني قوریې جوړ شوي دي.»

د یاد ریاست مسوولین زیاتوي، د ځڼغوزیو او غوزانو پر یاده پروژه ۶۵مېلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په ۳۶۰ قوريو کې به شاوخوا دوه ميليونه ۱۶۰ زره نيالګي وروزل شي او د درېیو کلونو په لړ کې به په يادو ولسواليو کې ځنګلونو ته انتقال او ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه به تر پوښښ لاندې راولي.

خوست، پکتیکا، پکتیا، ننګرهار او نورستان هغه ولایتونه دي، چې ځنګلونه یې د ځڼغوزیو ونې لري او هر کال ترې ټنونه ځڼغوزي راټولېږي، چې ډېره برخه یې چین ته صادرېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button