«اوسمهال ۶.۵ مېلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي»

عزم(یکشنبه، ۳۰، غبرګولی ۱۴۰۰): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د حکومت د شمېرو له مخې اوسمهال په نړۍ کې شپږ نیم مېلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې اوسېږي، چې ډېره برخه یې په پاکستان او ایران کې دي.

د یاد وزارت ویاند اسلام الدین جرآت په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو سربېره کورني بې‌ځایه شویو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي وویل، سږ کال په ټول هېواد کې شااوخوا ۱۸ زره او ۴۰۰ کورنۍ د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.: «د روان ۱۴۰۰ کال راهیسې تراوسه شااوخوا ۱۸ زره او ۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي، که دغه رقم له اوو سره ضرب شي، ۱۲۸ زره او ۸۰۰ تنه کېږي چې د مختلفو عواملو له کبله له لغمان، کندهار، هلمند، فراه، کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو څخه د جګړو او ناامنیو له امله بې ځایه شوي دي. موږ هڅه کوو چې دوی ته د مرستندویه موسسو او هم د کډوالو وزارت له خوا مرستې ورسوو.»

د جرآت په خبره، لا هم په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو شمېره لوړه ده او په دواړو هېوادونو کې زرګونه افغانان د اوسېدنې قانوني اسناد نه لري.

ده وویل، کېدای شي د کورنیو بې‌ځایه شویو په شمېر کې زیاتوالی راشي؛ ځکه اوسمهال جګړه د هېواد ګڼو سیمو ته غځېدلې ده او حکومت هره ورځ ګڼې سیمې له لاسه ورکوي.

په هېواد کې بې‌ځایه شوي کډوال هم وايي، چې د حکومت له لوري ورته سمه پاملرنه نه کېږي او اوسمهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هر کال د جون شلمه د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او افغانستان هغه هېواد دی چې مېلیونه وګړي یې په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button