تر شلو کلونو وروسته؛ طالبانو د لومړي ځل لپاره په یوه ورځ ۱۸ ولسوالۍ ونیولې

 راپورتاژ

 عزم،یکشنبه، ۳۰غبرګولی۱۴۰۰):طالبانو نن په یوه بې ساري اقدام کې د هیواد په څو مهمو ولایتونو کې په لوی شمیر کې مهمې او ستراتیژیکې ولسوالۍ نیولې دي.

وروسته تر هغه چې امریکایي ځواکونو په ۲۰۰۱زیږدیز کال کې د نړیوالو او داخلي متحدینو په مرسته او همغږي، پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او د طالبانو حکومت له را نسکورولو وروسته یې په تعقیب، طالبانو او عامو افغانانو پر وړاندې مقاومت پیل کړ؛ چې تر شل کلنې مبارزې وروسته یې د نړیوالو په مشري حکومت حاشیې ته وړاندې او نړیوال ځواکونه یې له هیواده وتلو ته اړ ایستل؛ نن د همدې مبارزې په روان بهیر کې طالبانو د یوه تاریخي ریکارډ جوړولو سره نږدې شل د حکومت تر کنترول لاندې ولسوالۍ له سلګونو امنیتي پوستو سره یوځای تر خپل پوښښ لاندې راوستلې دي.
طالبانو نن ورځ زیاتې ولسوالۍ په شمال او په ځانګړي ډول د تخار او جوزجان ولایتونو کې تر خپل پوښښ لاندې راوستلې چې تخار کې یې شمیر ۷ او جوزجان کې ۳ ولسوالیو ته رسیږي.
هغه تائید شوی لیست چې د طالبانو ویاندویانو او سیمه ییزو سرچینو هم تائید کړی په لاندې ډول دی.

۱: لولاش فاریاب
۲:چهاربولک بلخ
۳:دره صوف بالا سمنګان
۴: خروار لوگر
۵: هزار سموج تخار
۶: نمک آب تخار
۷: ینگی قلعه تخار
۸ : خواجه غار تخار
۹ : چال تخار
۱۰: دشت قلعه تخار
۱۱ :در قد تخار
۱۲: منجیګک جوزجان
۱۳: خانقاه جوزجان
۱۴: فیض آباد جوزجان
۱۵: خواجه بهاؤالدین تخار
۱۶: دشت آرچي کندز
۱۷: خاشرود نیمروز
۱۸: قلعه زال کندز
طالبانو ددې ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم پرمختګونه کړي، د فاریاب مرکز میمنه او پښتون کوټ ولسوالیو ځینې سیمې یې نیولې، د جوزجان د اقچې ولسوالۍ بالاحصار یې له دولتي ملیشو ژغورلی او تر څنګ یې د پروان او بدخشان په بیلابیلو ولسوالیو کې هم پر مختګونه کړي دي.
په هغه نوملړ کې چې د محلي منابعو لخوا تائید شوی، راغلي چې طالبانو تر کوچني اختر وروسته د هیواد په کچه ۷۸ ولسوالۍ تر خپل واک لاندې راوستلې دي.
شمیرې ښیي چې د نن ورځې تر مازدیګر پورې( چې د ۱۴۰۰/۳/۳۰ ) سره سمون خوري، د ټول هیواد په کچه ۱۲۸ ولسوالۍ د طالبانو تر بشپړ کنترول لاندې راغلې دي.
له دې ډلې څخه ۶۱ ولسوالۍ په تیرو کلونو کې او پاتې نورې یې له څه د پاسه یوې میاشتې راهیسې د هغوی لاس ته لویدلې دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button