بغلان: طالبانو د «جلګې او «دوشي» ولسوالۍ ونیولې

  عزم،دوشنبه، ۳۱غبرګولی۱۴۰۰): راپورونه وایي چې طالبانو د بغلان ولایت دوه مهمې ولسوالۍ «دوشي او جلګه» ولسوالۍ له پراخو وسلو او مهماتو نیولو سره یوځای تر خپل کنترول لاندې راوستلې دي.

خبرزیاتوي د جلګې ولسوالۍ مرکز امنیې قومانداني له ټولو ملحقاتو سره یوځای د طالبانو لاس ته لویدلې ده.

طالب ویاند وایي چې دغه جګړه کې یې ۳ ټانګونه، ۵ رینجر او خورا ډيره وسله او مهمات تر لاسه کړي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه په همهاله توګه د یاد ولایت د دوشي ولسوالۍ مرکز او اړوند تأسیسات یې هم د طالبانو تر ولکې لاندې راغلي دي.

طالبان وایي چې یاده ولسوالۍ کې یې هم شاوخوا ۱۰ عرادې رینجر موټر، یو ټانګ، ۲ پلډر موټر او په زیاته کچه وسلې او مهمات نیولي دي.
تر دې مهاله د بغلان سیمه ییزو چارواکو په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button