د بلخ خاص بلخ او چمتال ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلي
عزم(دوشنبه، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰): د بلخ له شولګر، دولت اباد او شکندې ولسوالیو وروسته نن ورځ د دغه ولایت خاص بلخ او چمتال ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلي.
د بلخ ولایت ځایي خبریالان مني چې د چمتال او خاص بلخ ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلي، خو دولتي چارواکي یې به اړه څه نه وایي.
طالبانو د خاص بلخ او چمتال ولسوالیو د نیولو ادعا کړې او.ویلي یې دي چې د خاص بلخ او چمتال ولسوالیو مرکزونه، امنیه قومندانۍ او شاوخوا تول ملحقات د دوی لاسته لویدلي.
طالبانو ویلي چې دولتي منسوبین د تلفاتو په لیدلو سره شاتګ ته اړ شوي، ګڼ شمیر وسلې، مهمات او نظامي وسائط د دوی لاسته لویدلي.
طالبانو د خاص بلخ ولسوالۍ د مرکزي چوک انخورونه او ویډیو هم نشر کړي چې د دوی کسان په چوک کې ولاړ او خلک یې هر کلی کوي.