نن ورځ هم؛ طالبانو د ۱۸ولسوالیو د نیول کیدو خبر ورکړ

  عزم،دوشنبه، ۳۱غبرګولی۱۴۰۰):طالبانو نن ورځ هم د تیرې ورځې په څیر د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د شاوخوا ۱۸ ولسوالیو د نیول کیدو رسمي ادعا وکړه.
طالب ویاندویانو له سهاره تر دې مهاله، په بیلابیلو ټویټري پیغامونو کې د شاوخوا ۱۸ولسوالیو د سقوط خبر منلی چې ډیرې یې په بلخ کې دي.
بلخ چې د هیواد په شمال کې ستر ولایت بلل کیږي او د شاهین قول اردو هم په کې میشت ده، نن ورځ په کې طالبانو ۵ مهمې او ستراتیژیکې ولسوالۍ ونیولې، چې بالأخره یې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور غبرګون هم راوپاراوو او د یادې جګړې د مخنیوي لپاره یې د پاڅون غوښتنه وکړه.
ځینو طالب منسوبینو د مزارشریف ورودي دروازه کې هم انځورونه واخیستل، چې تر ساعت وروسته یې بیرته یاده سیمه پریښووده او کماڼډویانو یې د نیولو انځور خپور کړ.
طالبانو د نن ورځې په اوږدو کې د جوزجان درې مهمې ولسوالۍ هم ونیولې چې له ډلې یوه هم “اقچه” وه، هغه ولسوالي چې د جنرال دوستم ټاټوبی هم بلل کیږي او خلکو یې په پراخه کچه هرکلی وکړ.

ددې ترڅنګ طالبانو بغلان کې هم درې مهمې ولسوالۍ له دولتي حاکمیت وایستلې او مرکز پلخمري ته یې ځانونه ورسول.
طالبانو کندز کې هم درې ولسوالۍ ونیولې چې یوه یې هم د خان آباد وه، چې تیره اونۍاږ یې له نیولو وروسته بیرته پریښې وه او نن یې بیا پرې حاکمیت ترلاسه کړ.
په یوه بل پرمختګ کې طالبانو د پکتیا ولایت درې مهمې سرحدي ولسوالۍ ځاځي آریوب، احمدخیل او د لجه منګلو ولسوالۍ هم تر خپل وزر لاندې راوستلې او نورې اړوند ولسوالۍ یې لا هم تر محاصرې لاندې دي.

میدان وردګو او زابل کې کې هم طالبانو یوه یوه مهمه او ستراتیژیکه ولسوالۍ ونیوله او په لسګونو عسکرو ورته وسلې پر ځمکه کیښوودلې..
هغه ولسوالۍ چې نن ورځ یې طالبانو په رسمي ډول د نیول کیدو ادعا کړې.
۱ــ دولت آباد: بلخ
۲ــ جلګه:بغلان
۳ــ دوشي:بغلان
۴ــ شولګره:بلخ
۵ــ کشنده:بلخ
۶ــ امام صاحب:کندز
۷ــ چمتال:بلخ
۸ــ خاص بلخ:بلخ
۹ــ خان آباد:کندز
۱۰ ــ جغتو:میدان وردګ
۱۱_ځاځي آریوب: پکتیا
۱۲_لجه منګل: پکتیا
۱۳-ګل تیپه: کندز
۱۴_احمدخیل: پکتیا
۱۵_خمآب: جوزجان
۱۶_قرقین: جوزجان
۱۷_آقچه: جوزجان
۱۸_شاجوی: زابل
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون ورځ هم شاوخوا ۱۸ ولسوالۍ له دولتي عسکرو تصفیه کړې وې چې زیاتې یې هم په تخار ولایت کې وې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: