د پکتیا له میرزکې او ځاځي اریوب وروسته لجه منګل او احمدخیل هم طالبانو ونیولې

عزم(سه شنبه، ۱ چنګاښ ۱۴۰۰): له پکتیا ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې تیره ورځ ناوخته له ځاځي آریوب وروسته د دغه ولایت لجه منګل او احمدخیل ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته لویدلې دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي له اوږدې محاصرې وروسته د قومي خلکو په منځګړتوب عسکرو ته لار ورکړل شوې او ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې دي.
و مو غوښتل په دې اړه د پکتیا ولایتي چارواکو او د تندر قول اردو ویاند سره اړیکه ونیسو او د هغوی نظر هم واخلو خو هغوی زمونږ اړیکه جواب نه کړه.
طالبانو ادعا کړې چې د دواړو ولسوالیو احمد خیل او لجې منګل مرکزونه، امنیه قومندانۍ، نورې دولتي ودانۍ او شاوخوا پوستې یې نیولې دي.
طالبانو بیا ویلي چې دولتي منسوبین د تلفاتو په لیدلو سره له سیمې وتلي، وسلې، مهمات او نظامي وسائط یې د دوی لاسونو ته لویدلي.