د یو عالم د ناروغې لور عجیبه کیسه!

أبو بكر الوراق رحمه الله فرمایي:
“زما یوه ناروغه لور وه چي لس کاله یې په ناروغۍ کي تېر کړه. او ما دا غوښتل چي نوموړې وفات شي “همداسي وشوه څه وخت وروسته” وفات شوه.
په خوب کي مي ولیدل چي د قیامت ورځ وي او ماشومانو د خپلو پلرونو لاسونه نیولي وي او جنت ته یې بیایي.
ما مي خپل لور ته وویل: ما تر لاس ونیسه او جنت ته مي بوځه!
راته ویې ویل: نه! ځکه تا زما د مرګ هیله لرل.
[تاریخ بغداد -(212/6)].
له دې واقعې څخه دا څرګندېږي چي؛
– که په کور کي کوم ناروغ او معیوب ولرئ او خدمت یې تاسو ته درغاړي شوی وي، نو په ډېر اخلاص او محبت سره یې خدمت کوئ ځکه کېدای شي همدا ستاسو جنت ته د تلو سبب او ذریعه وي.
– ځیني مصیبتونه، تکلیفونه او سختۍ الهي ازمایښتونه وي له الله څخه پکی د مرستي، صبر، زغم او بریا دعاء وغواړئ.
الله فرمایي:
كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً ۖ وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ [سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 35].
ژباړه: هر ساكښ د مرګ د خوند څكونكى دى، او موږ په ښو او ناوړه حالاتو کښي په غورځولو سره په تاسي ټولو ازمېښت كوو. په پاى کښي همدا زموږ لوري ته ستاسي راګرځېدل دي.
غلام عمر عبدالله