حماسي شعر: میوند بیا له شوره ډک شو ــ ارغنداب هم په څپو دی/ عنایت الله خاموش

میوند بیا له شوره ډک شو
میوند بیا له شوره ډک شو
ارغنداب هم په څپو ده
د ترنک هم اوازه ده
او آمو هم شور اخیستی
ملالۍ راویښه شوي
ایوب خان په تکبیرو دی
میدانونه دي پاکیږي
له ناولو قدمونو
اوس اصلي وارث ور ګرځي
ملالۍ سر په ټپو ده
د غازي اکبر نار ده
اوچته شوي په دښتونو
بیا عمر را پاڅېدلی
د یاغي پښې لړزېږې
هره خوا د فتحو زېري
هر محل تکبیر نیولی
دا انجام د قربانیو
څه د چاودو شونډو آه و
الهی نصرت یې راووړ
دا مزار د ملالۍ ده
سپین بیرغ چې پرې رپاند دی
د عمر و د منصور و
دا اټکل له ډېر پخوا
چې فاتح به بیا را ګرځو
خپلې خاورې ته سبا
مېړني دي چې یادېږي
سپاهیان د قربانیو
بل څه نه دی دا نصرت دی
د الله را پیرزو شوی
راځئ وکړو خوشحالیاني
په سجدو و تکبیرونو
تکبر نه ځان وساتو
د امیر اطاعت وکړو
توصیې د مشرانو
په سر سترګو کړو قبولي
نور له دې ځایه شو پیل
چې میوند روڼ په ډېوو شو
نو راځئ ملګرو راشئ
چې هر ځای تکبیر ناره کړو
دښمنان مو پر ګونډو کړو
خاوره پاکه به کړو ټوله
خپل نظام به اسلامي کړو
راځئ وکړو دعاګاني
چې خوشحالې شي اروا ګاني
د پخوا راڅخه تللیو
د سپېڅلو شهیدانو
او الله رانه راضي شي
او قبول کړي تکلیفونه
زندانونه او زخمونه
هم د ټول ملت رنځونه
نور راځې غاړه غړۍ شو
نور ازاد دا خپل هیواد کړو
دا پلو ور ټول پلیت کړو
د اشغال او فساد ګرو
د اشغال او فساد ګرو
۱۴۰۰/۴/۱

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button