طالبان: د نیول شویو ملکي او دولتي بنسټونو سمه ساتنه کوو، ملیشه جوړوونکي اوعسکر باید نور مقاومت ونه کړي

  عزم،چهار شنبه،۲چنګاښ،۱۴۰۰):طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې د هیواد په کچه د وروستیو پرمختګونو او د نیول شویو دولتي او ملکي تأسیساتو د څارنې او ساتنې په هکله اعلامیه خپره کړې چې په کې یې دولتي عسکرو او د ملیشو جوړونکو ډلو مشرانو ته هم جدي خبرداري ورکړي دي‌.

طالبانو ولسونو ته د وروستیو پرمختګونو مبارکی ویلې، هغه یې د هیواد او ولس لپاره په خیر بللي اوزیاته کړې یې ده چې « له همدې امله له ګڼو ولسوالیو د جنګ عوامل تصفیه شوي، سوله او امنیت حاکم شوی. امید دی چې همدا به له ټول هیواد څخه د اشغال راوړو بدمرغیو د تصفیې پيلامه شي.»

طالبان وایي، لکه څنګه چې د دوی منسوبین د هیواد تر مختلفو قومونو، قبیلو او سیمو پورې اړه لري او د هیواد په سطحه د هر قوم، توکم او مختلفو اقشارو نمایندګي کوي نو په خبره یې چې ټولو هیوادوالو ته بشپړ ډاډ ورکوي چې د هیچا په وړاندې به تبعیض، انتقام جويي، ځان لوړ ګڼل او خصمانه اقدام نه کیږي.

اعلامیه کې یوځل بیا د کابل حکومت په اډانه کې پر ولاړو عسکرو، پولیسو، اربکیانو او نورو کارمندانوغږ شوی، چې د طالبانو غیږې ته له کومې ویرې پرته ورشي، «مونږ یې هر کلی او عزت کوو، خپلو کورونوته به يې په پوره اطمینان سره ورسوو.»

طالبانو پر هغو چارواکو او عسکرو، چې دندې یې پریښې، هم غږ کړی چې له کومې ویرې پرته دې د دوی تر واک لاندې سیمو کې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او د دولت تر ولکې لاندې سیمو ته دې پناه نه وړي.
طالبان وایي، خپلو ټولو منسوبینو ته یې لارښوونه کړې چې د ولسوالیو په نیولو سره هلته امنیت ټینګ کړي، له دولتي ودانیو نه علاوه په بازارونو کې د خلکو د دوکانونو، کارځایونو، مارکیټونو، صرافیو او نورو هټیو امنیت ټينګ وساتي ترڅو د چا شخصي اموالوته زیان ونه رسیږي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې په ټولو نیول شویو سیمو کې که د جګړو له امله مدرسې، ښوونځي، روغتونونه یا نور عام المنفعه اماکن تړل شوي وي، باید بیرته سملاسي پرانیستل شي او خپل کار ته دوام ورکړي.

طالبانو ټولو تجارانو، دوکاندارانو او هټيوالوته ډاډ ورکړی چې اموالوته يې څوک ضرر نشي رسولای او په وینا یې چې «هرځای ته د مجاهدینو په رسیدو سره لومړی کار چې کیږي هغه به امنیت ټینګول وي، چې د خلکو سر، مال او عزت خوندي شي.»

اعلامیه زیاتوي، هغه سرحدي تجارتي بندرونه چې د دولتي عسکرو له حاکمیت ایستل شوي او د طالبانو لاس ته لویدلي، هغه به فعال وساتل شي.«ټول تجارتي صادرات او واردات به کما فی السابق دوام پیدا کړي او د تجارانو دفتري کارونه بی له خنډه پر مخ ځي. »

طالبانو په خپله اعلامیه کې ټولو ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې سرحدي سیمو ته ددوی د منسوبینو په رسیدو سره به د هغوی خاورې ته هيڅ ستونزه نه پيښيږي او په خبره یې چې « لکه پخوا غوندې حسنه روابط به ساتل کیږي او د بندرونو او تګ راتګ په برخه کې به کوم خنډ نه رامنځته کیږي، همدا راز به د ګاونډیو هیوادونو خاوره هم زموږ لخوا څخه په امن وي،ان شاءالله »

اعلامیه وړاندې وایي، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې به د هيچا حق نه ضایع کیږي او ښځو، نارینه وو، اقلیتونو، رسنیو او ټولو اقشارو ته یوځل بیا ډاډ ورکړل شوی چې طالبان به هغوی ته د قدر په سترګه ګوري،« ټول شرعي حقوق به ورته ورکول کیږي او د مشروع کار او خدمت زمینه به ورته برابریږي. »

د طالبانو مشرتابه خپلو ټولو مسئولینو او منسوبینو ته سپارښتنه کړې چې د هیچا په وړاندې له ظلم او زیاتي څخه کار وانخلي «که په صف کې دا سې خلک ولیدل شي چې له خلکو سره بد چلند کوي، ژر باید خلع سلاح او محاکموته وسپارل شي. »

اعلامیه کې دغه راز ټولو طالب والیانو، ولسوالانو او نور مسئولینو ته په خطاب کې ویل شوي چې هغوی په خپلو سیمو کې د هرڅه مسئولیت لري او خبرداری یې ورکړی چې « که يې په امورو کې بې غوري وشي او یا خلک ناراضه شي،ملکي خلکوته تلفات پيښ شي، یا بله ستونزه رامنځته شي، له مسئولینو څخه به يې پوښتنه کیږي. »

طالبانو هغو چارواکو او نورو مشرانو ته چې پر خلکو یې د وسلو د ویش بهیر پیل کړی خبرداری ورکړی چې باید له دې کاره ډډه وکړي، کنه نو عواقب به یې ډیر سخت وي.
اعلامیه وایي: «هغه اشخاص چې لا هم په هیواد کې د جنګ او جګړو اورته لمن وهي، د پاڅونوالو په نامه اربکیان مسلح کوي او یا د خپل ځان د نا مشروع اقتدار د ساتلو لپاره له عامو خلکو څخه د پاڅون په عنوان سوء استفاده کوي، هغوی باید پوه شي چې د اسلامي امارت چلند به يې په وړاندې ډير جدي وي، هغوی به له عفوې څخه محرومیږي، نو باید له هرډول خصمانه حرکت څخه ډډه وکړي، عام ولس هم باید خپل اولادونه د داسې جنګ غوښتونکو کړیو په خدمت کې ورنه کړي او مخه يې ونیسي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button