طالبانو د پکتیا دوه نورې مهمې ولسوالۍ «روحاني بابا» او «سیدکرم» ونیولې

  عزم،چهار شنبه،۲چنګاښ،۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو نن ورځ د پکتیا ولایت دوه نورې مهمې او ستراتیژیکې ولسوالۍ «سیدکرم او روحاني بابا» هم تر خپل کنترول لاندې راوستلې.

سرچینې وایي چې د سیدکرم ولسوالۍ تر یوې لنډې جګړې وروسته طالبانو له ټول پرسونل سره یوځای نیولې او اړوندو امنیتي تأسیساتو باندې یې خپل وزر خپور کړی دی.
طالبانو هم د یادې ولسوالۍ د نیولو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د یادې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د چینو په نوم غټه قرارګاه او ټول ملحقات یې په بشپړه توګه له دولتي عسکرو تصفیه کړي دي.
طالبان وایي چې سیدکرم ولسوالۍ کې یې په پراخه کچه وسائط، وسلې او مهمات هم نیولي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د یاد ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ مرکز هم له دولت پلوو ملیشو څخه تصفیه کړی دی.

که څه هم یاده ولسوالي باندې تیره اونۍ طالبانو ټولې اکمالاتي لارې تړلې وې، خو د خوست د کمپاین په نامه ضربتي ملیشو د هوایي ځواک په مرسته د یادو لارو د خلاصون هڅه وکړه چې تر یوه حده کامیاب شول، خو اوس ویل کیږي، چې دولتي عسکر ترې بیرته شاتګ ته اړ شوي دي.

طالبان وایي یاده ولسوالۍ کې یې هم ډيره وسله او مهمات ترلاسه کړي او دغه راز یې د زرمت ولسوالۍ مقرب خیلو، مموزیو او زاو سیمو کې هم د دولتي عسکرو ۳ ستر بیسونه له دفاعي پوستو سره یوځای نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو نن ورځ د یاد ولایت د ډنډپټان او جاني خیلو ولسوالۍ او تر هغه وړاندې یې د میرزکې، ځاځي آریوب، څمکنیو، او لجه منګلو ولسوالۍ له دولتي عسکرو تصفیه کړې وې..
اوسمهال د پکتیا څلور ولسوالۍ د دولت تر حاکمیت لاندې دي او پاتې ترې طالبانو ونیولې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button