د بغلان له خنجان او تالا برفک وروسته خوست ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته ولویده

 

عزم(پنجشنبه، ۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د بغلان له خنجان او تالاو برفک ولسوالیو وروسته د دغه ولایت خوست ولسوالۍ هم له جګړې وروسته د طالبانو لاسته لویدلې.

طالبانو ویلي چې د خوست ولسوالۍ یې له مرکز او ټولو ملحقاتو سره لاسته لویدلې، دولتي ځواکونو دا مهال له ولسوالۍ څخه شاتګ کړی دی.

په دې اړه د طالبانو له لوری خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډیره وسله، وسائط او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

د یادونې وړ دی چې به دې سره نن ورځ د طالبانو په لاس د نیول شویو ولسوالیو شمیر ۸ ته ورسید.
تر دې وړاندې د لوګر ازره، د بغلان خنجان او تالا و برفک، د ارزګان چهارچینو، د فاریاب قرمقول، ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیانې د طالبانو لاسته لویدلې وې.
دا په داسې حال کې دی چې د یادو ولسوالیو په سقوط سره له اختر را وروسته د طالبانو په لاس د نیول شویو ولسوالیو شمیر تر اتیا اوړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: