فاریاب: د هوایي بریدونو پرمهال د اندخوی بازار لسګونه دکانونه سوځیدلي

  عزم شنبه،۵چنګاښ،۱۴۰۰):راپورونه وایي چې تیره ورځ او بیګاه شپه د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په مرکز، بازار، بالاحصار او نورو اړوند سیمو د دولتي الوتکو لخوا درنه او خونړۍ بمباري ترسره شوې ده.
ځایي خبریال قطب الدین کوهي وایي، تیره شپه یاده ولسوالۍ کې ویرجنه شپه وه، یواځې ۷۰ دکانونه سوځیدلي او ملکي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
سرچینې وایي چې د دولتي ملیشو مشري د جنرال دوستم زوی یارمحمد دوستم کوله چې پرمهال یې د ولسوالۍ بازار د ډیسي توپونو، هاوانونو او نورو سپکو او درنو وسلو په کارولو سره تر ډیره ویجاړ او زیانمن کړ.
که څه هم د ولسوالي ډیره برخه له طالبانو سره ده، خو مرکز کې یې لا هم دولتي عسکر شتون لري.

د اندخوی ولسوالۍ پرون دوه ځله د طالبانو او دوستم د ملیشو ترمنځ لاس په لاس شوه؛ طالبانو وړمه شپه یاده ولسوالۍ نیولې وه، خو د دوستم ملیشو د ډیسي توپونو په مټ او چورلکو پربازار او ولسوالۍ دسختې بمباري پرمهال طالبان شاتګ ته اړ کړل، چې ترڅو شیبو وروسته بیرته ترې طالبانو د ولسوالۍ کنترول واخیست.
د جنرال دوستم ملیشې هڅه کوي، طالبان ترې د اقینې بندر او خان چارباغ ولسوالۍ ونه نیسي، ځکه یاده سیمه د دوستم لپاره خورا اقتصادي اهمیت لري او له ګمرکي عوایدو څخه یې تر نیمایي زیات د نوموړي د اړوند کسانو جیبونو ته ځي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button