د میدان وردګو «سیدآباد» او د سمنګانو «فیروزنخچیر» ولسوالۍ طالبانو ونیولې

  عزم شنبه،۵چنګاښ،۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو په میدان وردګو او سمنګان ولایتونوکې دوه مهمې او ستراتیژیکې ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستلې دي.
د خبرونو له مخې، نن ماسپښین مهال، طالبان په دې وتوانیدل چې د میدان وردګو ولایت د تر ټولو مهمې ولسوالۍ مرکز «سیدآباد» تر خپل کنترول لاندې راولي.
که څه هم دغه ولسوالۍ باندې طالبانو له پخوا سیوری غوړولی وه او یاده ولسوالۍ کې یې د کابل_کندهار لویې لارې پر سر ټولې پوستې نیولې وې، خو د ولسوالۍ مرکز یې اوس له دولت پلوو ملیشو تصفیه کړ.
طالبان وایي چې د سیداباد ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ملحقات یې په بشپړه توګه تر کنترول لاندې راوستلي دي.
طالبانو د زیات شمیر وسلو، وسائطو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
د طالبانو خبرپاڼه وایي چې دامهال پاتي دولتي عسکر د ملي اردو په یوه کنډک کې ددوی تر محاصرې لاندې دي.
طالبانو له وړاندې ددغه ولایت نرخ، جلریز او جغتو ولسوالۍ هم په بشپړ ډول له دولتي عسکرو نیولې وې.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د سمنګان ولایت د فیروز نخچیر مهمه ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لویدلې ده.
طالبان وایي د یادې ولسوالي کنترول یې په بشپړ ډول په لاس کې اخیستی او په پراخه کچه وسلې مهمات او وسایط یې ترلاسه کړي دي.
دغه ولسوالي له مرکز ایبک او دره صوف پایین ولسوالي سره نښتې، هغه ولسوالي چې تیره اونۍ یې طالبانو مرکز نیولی وه.
طالبانو نن ورځ د کندهار غورک او خاکریز ولسوالۍ ، د غزني د جغتو ولسوالۍ انتقالي مرکز او ګڼې نورې سیمې هم ترخپل کنترول لاندې راوستلې دي

بلخوا بیا که څه هم نن حکومت ادعا وکړه چې د بغلان تاله وبرفک ولسوالۍ یې له طالبانو بیرته نیولې، خو طالبانو او دسیمې خلکو دا ادعا رد او تش پروپاګند یې وباله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: